ناټو د پي آر ټي د لغوه کولو په تړاو د کرزي د پلان ملاتړ وکړ

ناټو
Image caption ناټو وايي د پي ار ټي له لغوه کولو وروسته به هم نړيواله ټولنه له افغان حکومت سره خپله همکاري روانه وساتي.

په افغانستان کې مېشت آيساف ځواکونو د ولايتي بيارغونې د ډلو د لغوه کېدو په اړه د افغان ولسمشر حامد کرزي وروستيو څرګندونو ته په خپل تازه غبرګون کې ددغه پلان ملاتړ کړی دی.

ولسمشر کرزي په وروستو کې د بيارغونې ولايتي ډلې له حکومتي ادارو سره د موازې بنسټونو په توګه يادې کړې او د هغو د لغوه کېدو غوښتنه يې وکړه.

په کابل کې د نړيوالو ځواکونو يوه وياند ډورېېن جان ال بي بي سي ته ووېل دا به له افغان حکومت سره مرسته وکړي چې خپلو خلکو ته د خدمت کولو وړتيا يې لوړه شي:(( موږ د ولايتي بيارغونې ډلو د منحل کېدو په اړه د ولسمشر د پلان ملاتړ کوو. زموږ د ملاتړ ډول داسې دی چې موږ د افغان حکومت د وړتياوو د پراختيا او ظرفيتونو د لوړولو په برخه کې مرسته کوو. دا وخت ته اړتيا لري ، خو دغه ټاکل شوی هدف لاس ته راتللی شي او فکر کوم چې ويې کړی هم شو.))

دی وايي د بيارغونې ځينې ولايتي ډلې په ډېرو مهمو کارونو بوختې دي او دا بايد يوازې هغه مهال لغوه شي چې د افغانستان حکومت خپله کاری وړتيا دومره لوړه کړي چې وکولی شي خلکو ته ورته خدمتونه برابر کړي.

ښاغلي جان ال څرګنده کړه چې له افغانستان سره د نړېوالې ټولنې همکاري دوامداره ده او يوازې د ولايتي بيارغونې د ټيمونو پر فعاليتونو پورې تړلې نه ده: (( يو مهم څه چې بايد افغانان پرې پوه شي دا دی چې ان که همدا اوس هم د ولايتي بيارغونې ډلې د خپلو فعاليتونو په بندولو پېل وکړي، بيا به هم د افغانستان د حکومت او ناټو ترمنځ د اوږد مهال ستراتيژيکې همکارۍ او پرمختايي پروګرامونه ادامه ولري.

نو له همدې کبله به پراختيايي هڅې دوام وکړي ، خو دا هڅې به د پي آر ټي پر ځای د افغانستان د حکومت له لوري وشي.))

د طالبانو د رژيم له را پرځېدو وروسته او په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې له حضور سره سم د ولايتي بيا رغونې ډلې د افغانستان په ډېرو ولايتونو کې جوړې شوې.

دغه ډلې د خلکو د ژوند ښه کولو په نيت د روغتيايي اسانتياوو په ګډون د عامه خدمتونو په برخه کې فعاليت کوي ، خو په وروستيو کې يې د کارونو پر کيفيت نيوکې زياتې شوې دي.

د ولايتي بيارغونې ډلې يا پي آر ټي د هغو هېوادونو له ملکي او پوځي ځواکونو جوړې دي چې په افغانستان کې سرتېري لري.