د مصر د حالاتو په اړه نړیوال غبرګونونه

غبرگونونه

محمد البرادعي

محمد البرادعي د حسني مبارک د استعفی وړاندې کولو ورځ تر ټولو لویه ورځ بللې ده.

محمد البرادعي

د اپوزيسیون يو مشر محمد البرادعي د درې لسيزو له واکمنۍ وروستۍ د حسني مبارک د استعفى ورځ د خپل ژوند تر ټولو لويې ورځې په توگه ياده کړې ده .

هغه په قاهره کې د خبرو پر مهال ده وويل هېواد ېې اخر هم خپلواکي ترلاسه کړه :

''دا له کورني نيواک څخه د مصر ازادي ده، نه د کوم بهرني نيواک څخه، د ازادۍ په اعادي چې مصريانو څومره خوشحاله دي څوکه ېې هم اندازه نه شي کولى .''

اخوان المسلمین

عصام العریان

عصام العریان ویلي اوس مصر د دیموکراسۍ نوي پېر ته ننوځي .

د ''اخوان المسلمين'' د ډلې مشر عصام العريان مصريانو تاريخي کار کړى او نړۍ ته د دیموکراسۍ يو نوى ډول يې ورکړ .

معمر القذافي

د مصر گاونډي ليبیا کې هم د خلکو له خوا نژدې نه د مصر پېښې څارل کيږي، خو د ولسمشر معمر قذافي او حکومت له خوا تراوسه په دې اړه څه نه دي ويل شوي، ان دولتي تلويزون د استعفى خبره هم يو ساعت وروسته خپور کړ.

په لبنان کې د استعفى خبر اورېدو سره يوه ډله خلک بيروت کې د مصر سفارت مخې ته راغونډ شول، هغوي ويل حسني مبارک بايد لا ډير وړاندې تللى واى.

الجزایر

الجزاير کې هم خلکو د حسني مبارک په استعفى خوښي ښودلې دوى وايي مصريانو لپاره په دې بدلون خوشاله دي، خو په دې اړه ېې اندېښمن وو چې د مصر بدلون به نن پلازمېنې الجزيره کې د دېموکراسۍ په پلوۍ د دوى په پلان شوې مظاهرې څه ډول اغېز کوي .

فلسطين

په رام الله کې فلسطينانو هم يوې لوېې غونډې کې د ولسمشر مبارک په تگ خوښي ښودلې ده .

دوى د مبارک ضد شعارونه ورکول او د موټر هارنونه ېې وهل .

عرب لیګ

د عرب ليگ د هېوادو د ټولنې مشر عمرو موسى دا يو تاريخي گام دى.

بان کي مون

بان کي مون

بان کي مون د تحریر میدان لاریونونه ستایلي دي .

د عربي نړۍ نه بهر د ملگرو ملتو سرمنشي بان کي مون په خپل غبرگون کې د تحرير د ميدان د مظاهره کوونکو ستاينه وکړه:

''د مصريانو په ځانگړې توگه د ځوانانو خبره واورېدل شوه، او دا هغوي پورې اړه لري چې د خپل هېواد راتلونکې وټاکي، زه مصري وگړي له دې امله ستايم چې په سولي ايز دول، عزم او نظم سره ېې خپل حق وکارولو، او ټولو اړخونو څخه غواړم چې په همدې روحيه خپل کار ته دوام ورکړي او ملگري ملتونه د پروسې په لړ کې مرستې ته چمتو دى.''

په ملگرو ملتو کې د المان جگپوړي دېپلومات د ولسمشر مبارک د پرېکړې هرکلي پر مهال ويلي دي چې دا به د نوي پيل لپاره يو تاريخي گام دى ، د دنمارک د بهرنېو چارو وزير ويلي دي هيله من دى چې دا استعفى به تشنج ته پاى ورکړي او مصر ته به ثبات راولي .

انګیلا میرکل

انګیلا میرکل

انګیلا میرکل په مصر غږ کړی چې له اسراییلو سره د ۹۷ کال د سولې تړون ته درناوی وکړي .

د المان مشرانگيلا مرکيل دا بدلون تاريخي بللى خو په مصر ېې غږ کړى چې اسراييلو سره د 1979 کال د سولې تړون ته درناوى وکړي.

ایران

ايران د مصر استعفى لوى برى بللى دى د ايران د بهرنېو چارو وزير علي اکبر صالحي له دې امله مصريانو ته مبارکي ورکړې او ځان ېې دې بري کې برخه وال بللى.

په اقتصاد ډگر کې سويس د حسني مبارک او د هغه د کورنځ د شتمنيو د کنگل کولو اعلان کړى دى.

د سويس د بهرنېو چارو وزير يوۀ بيان کې ويلي دي د سويس بانکونو کې اښودل شوې ټولې پيسې به په سم لاسي ډول کنگل وي .

اوباما

اوباما

اوباما: ''ډاډه يم چې چې مصريان ورته په سوله ايز ډول ځواب پيدا کوى شي.''

د واک پرېښودو سره ولسمشرمبارک د بدلون په اړه د مصريانو لېوالتيا ته ځواب و وايه: '' دا انتقال د پروسې پاى نه دى بلکې دا ېې پيل دى ، باوري يم چې سختې ورځې به په مخکښې وي او ديرې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي. او ډاډه يم چې چې مصريان ورته په سوله ايز ډول ځواب پيدا کوى شي؟''

عمر سليمان

''هېوادو والو په دې سختو شرایطو کې چې هېواد ورڅخه تيريږي، ولسمشر محمد حسني مبارک د واک پرېښودو پرېکړه کړې او د وسله واله ځواک شورا ته ېې د هېواد چارې سپارلې دي، برى او مرسته له خدايه ده.''

د مصر د ولسمشر حسني مبارک تر وروستۍ وینا وروسته د نړۍ مشرانو د مصر د حالاتو په اړه خپل غبرګونونو ښوولي دي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د حسني مبارک د وینا په غبرګون کې ویلي، د مصر حکومت لا تر اوسه خپل خلک نه دي قانع کړي، چې د دیموکراسۍ په لور یې نه را ګرځېدونکی حرکت کړی دی.

د فرانسې ولسمشر نیکولاس سرکوزي د حسني مبارک تر وینا وروسته په خپل غبرګون کې ویلي مصر باید د یو بل ډول دیکتاتوري نظام د رامنځته کېدو مخنیوی وکړي.

هغه څه چې زه یې له زړه نه د مصر خلکو ته هیله لرم دا دي: دیموکراسي چې اوس نوی په دغه هیواد کې زیږدلې وخت به ونیسي چې د جوړښت، اصولو او سیاسي پلوه ځان سمبال کړي او دا کار به ددې لامل شي چې د مصر خلکو ته د دیموکراسۍ لار وښيي نه د یوې بلې دیکتاتورۍ لار.

هغه شان مذهبي دیکتاتوري چې له بده مرغه په ایران کې له شاه نه وروسته رامنځته شوه.

هغه څه چې موږ د لویدیځ د دیموکراسیو په توګه کولای شو دا دي چې پرمخ ولاړ شو او د داسې سیستم د رامنځ ته کېدو مخنیوی وکړو چې له دې نه هم خراب وي. دا زموږ اخلاقي دنده ده چې دا کار وکړو او زموږ په ګټه هم دی.

د اسراییلو د دفاع وزیر وايي که په مصر کې اخوان المسلین ډله واک ته ورسیږي، نو دغه سیمه به له لوی خطر سره مخامخ شي.

خو د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد وايي منځنی ختیځ به ډېر ژر له امریکا آزاد شي، او اسراییل د مصر د خلکو ولسي پاڅون ته ځیر دی.

د ایران ولسمشر په خپل هېواد کې د اسلامي حکومت د جوړېدو د دېرشمې کلیزې د مراسمو په ترڅ کې د سمیې هېوادونو ته یو روښانه پیغام ورکړ او ویې ویل ایران ستاسو دوست دی او ستاسو د حقونو د ترلاسه کولو ملاتړ کوي.

ښاغلي احمدي نژاد زیاته کړه په مصر او تونس کې د ویښتیا څپه په ۱۹۷۹ کال کې د ایران د شاهي نظام له ړنګېدو الهام اخیستی.

موږ غواړو مصریان پخپله ددې جوګه شي چې په دیموکراتیک او سوله ایز ډول خپل اختلافونه حل کړي.

ویلیام هېګ

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ وايي هغه څه چې د ولسمشر حسني مبارک او د هغه مرستیال عمرالسلیمان ویلي دوی یې له نږدې څاري، ښاغلی هېګ وايي موږ غواړو مصریان پخپله ددې جوګه شي چې په دیموکراتیک او سوله ایز ډول خپل اختلافونه حل کړي.

دا لا نه ده روښانه چې واک لېږدول کیږي، او بشپړ عواقب به یې څه وي. موږ فکر کوو چې مصریان پخپله د حل یوه لار ورته پیدا کړي. ټول هغه څه چې بریتانیا یې غواړي هغه دادي چې مصریان خپلې ستونزې او اختلافات په سوله ایزه او دیموکراتیکه توګه حل کړي.

نو ځکه موږ په مصر کې د بحران له پیله په بېړنۍ توګه د واک د منظم لېږدولو او پراخه بنسټه حکومت د جوړولو غږ کړی و.

د مصر د حکومت یو مخالف محمد البرادعي له پوځه غوښتي چې د روان کړکېچ په حل کولو کې مداخله وکړي ښاغلي برادعي ګواښنه کړې چې مصر له یو سخت حالت سره مخ دی.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .