''په هلمند کې د ځمکې مافیا د نشه يي توکو تر مافیا خطرناکه ده''

هلمند

که څه هم افغان حکومت په وار وار ویلي د هغو کړيو پر وړاندې به پرېکنده دريځ غوره کړي چې حکومتي ځمکې غصبوي ، خو داسې بريښي چې لا هم په هېواد کې د دولتي ځمکو د لاندې کولو بهیر روان دی .

د افغانستان د هلمند ولايت ځايي چارواکي وايي دغلته د ځمکې د غصب مافیايي کړۍ د عام المنفعه پروژو د پلي کېدو پر وړاندې خنډ دي.

د هلمند والي وايي په دغه ولايت کې د امنيتي وضعيت په ښه کېدو دغلته د ځمکو بیه لوړه شوې او ور سره هممهاله مافيايي کړيو هم خپل فعاليتونه زیات کړي دي.

خو برعکس په هملند کې داسې کسان هم شته چې پخپله ځينې ولايتي چارواکي د ځمکو په غصبولو تورنوي. دوی ادعا کوي سره له دې چې دوی قانوني اسناد په لاس لري بيا يې هم چارواکي غږ نه اوري.

د ورکړل شويو شمېرو له مخې تر اوسه شاوخوا درې ميليونه جريبه دولتي ځمکه د زورواکانو له لوري غصب شوې ده.

د افغانستان په سویلي ولایت هلمند کې د ځمکو غصب د هغې کړۍ يوه برخه ده چې نژدې په ټول افغانستان کې د زورواکو او شتمنو له لوري لاندې کېږي .

دغه لړۍ له تېرو لسو کلونو راهيسې چابکه شوې ده. د هلمند والي د ځمکې مافيا آن د نشه يي توکو له مافيا هم خطرناکه وبلله .
ګلاب منګل وايي د ځمکو غصب ډير کله د ټول ګټو پروژو د پلي کولو پر وړاندې خنډ ګرځي:

په همدې مهال په وروستيو کې افغان حکومت د حکومتي ملکیتونو د ثبت او له غاصبينو د بېرته راګرځولو لپاره د ځمکې تثبيتولو ځانګړې اداره (د افغانستان د ځمکو اداره) جوړه کړه .


''موږ د نشه يي توکو د مافيا ترڅنګ له يوې بلې لويې خطرناکې مافيا سره مخامخ يو چې هغه د ځمکو مافيا ده. په هر لوري چې ګام پورته کوو ځمکه يې غصب شوې ، که پوهنتون جوړوو او یا نور عام المنفعه ځايونه . څو ورځې وړاندې يې د هوايي ډګر حريم ياني د هوايي ډګر د رنوې ځمکه غصبوله ،د صنعتي پارک ، د ښوونځي او دغه راز د جومات ځايونه . دا ځکه چې دغلته امنيت ښه شوی او د ځمکو بيې لوړې شوي دي . او دغه تخريب د ځمکو غاصبين کوي.''

د هملند والي وايي دغلته د مافيايي کړیو له لوري د ځمکو د غصب مساله په داسې حال کې ادامه لري چې د ده په وينا مستحقو کسانو ته د ځمکې وېشلو چارې په شفاف ډول پر مخ ځي .

ښاغلي منګل پرته له دې چې په دې تړاو د چا نوم واخلي ، يو شمېر زورواکان د حکومتي ځمکو پر غصبولو تورنوي .

خو په هلمند کې داسې کسان هم شته چې پخپله ځايي چارواکي د خلکو د ځمکو پر غصبولو تورنوي ، دا هغه ادعا ده چې چارواکي يې ردوي.

دوی وايي یو شمېر ولايتي چارواکو یې له نيکونو ورپاتې ځمکې لاندې کړي او اوس يې پرې ښارګوټي جوړ کړي دي.

دی وايي هغه اسناد په لاس لري چې د افغانستان سترې محکمې او لویې څارنوالۍ يې د ده ځمکې په اړه له ځايي چارواکو د پلټنو غوښتنه کړې ، خو په وينا يې ځايي چارواکو يې غږ نه دی اورېدلی.

ګلاب منګل

د هلمند والي وايي په دغه ولايت کې د امنيتي وضعيت په ښه کېدو دغلته د ځمکو بیه لوړه شوې او ور سره هممهاله مافيايي کړيو هم خپل فعاليتونه زیات کړي دي.

د ځمکو غصب نژدې يوه نيمه لسيزه وړاندې پر افغانستان د مجاهدينو له ولکې سره پيل او په وروستیو څو کلونو کې چټک شوی .

د چارواکو په وينا په دې ترڅ کې نژدې درې ميليونه حکومتي او په سلگونو جريبه د خلکو شخصي ځمکې او کورونه په ناقانونه توگه نيول شوي چې يوه برخه يې په جعلي سندونو پلورل شوي دي .

که څه هم افغان حکومت په وار وار ویلي د هغو کړيو پر وړاندې به پرېکنده دريځ غوره کړي چې حکومتي ځمکې غصبوي ، خو داسې بريښي چې لا هم په هېواد کې د دولتي ځمکو د لاندې کولو بهیر روان دی .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .