ویسا: پر امنیه قومندانۍ په ډله ییز برید کې ۱۶ پولیس وژل شوي

کندهار

له کندهاره تل د تاوتريخوالي خبرونه ورکول کېږي .

د کندهار امنیه قومندانۍ پر ودانۍ ډله ییز بریدونه شوي .

د بریدونو له پیل سره سم د ښار ډېر واټونه د ترافیک پرمخ بند شول او د ایساف چورلکو له هوا د څو ساعتونو لپاره د نښتې سیمه څارله .

د کندهار والي توریالي ویسا د دغه وسله وال برید له پایته رسېدا سره سم یوې خبرې ناستې ته وویل په برید کی ۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

ښاغلی ویسا وویل چې څلور ځانوژونکي برید کوونکي د امنیه قومندانۍ مخامخ د 'زرنګار' په نامه د واده د صالون بام ته ختلي او له هغه ځایه یې پر قومندانۍ بریدونه پیل کړي و .

هغه وویل چې د یادو بریدونو په پایله کې ۱۵ پولیس او د ملي امنیت یو کارکوونکی وژل شوی او لږترلږ ۴۷ کسان چې ۲۳ یې ملکي او پاتې نور یې پولیس دي، ټپیان شوي .

په یاده خبري ناسته کې د ملي پوليسو د ٤٠٤ ميوند زون د پوليسو قومندان پاسوال سالم احساس وويل چې وسله والو د څلورو ځانوژونکو بريد کوونکو تر څنګ په یاده سيمه کي ٦ ګاډي هم چاودنې ته چمتو کړي ول، چې درې يې چاودېدلي او درې نور يې د دوى له خوا شنډ شوي دي .

ښاغلی احساس وویل چې دوسلوالو له منځه وړلو ځکه ډېر وخت ونیوی چې په هغه ودانۍ کې چې بریدګر ختلي وه، د ملکي کسانو استوګن ځایونه هم ول .

خو د کندهار د میرویس روغتون یوه ډاکټر بي بي سي ته وویل، چې تر دې مهاله دوی ته ۲۶ ټپیان وروړل شوي، چې دوه په کې پولیس، نور د ماشومانو په ګډون ولسي وګړي دي .

کندهار

برید کوونکي برید امنیه قومندانۍ ته مخامخ د یوې ودانۍ بام ته ختلي دي .

په کندهار ښار کې د بي بي سي خبریال وايي چې لاهم بریدونه دوام لري .

د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده .

د دغې ډلې یوه ویاند قاري یوسف احمدي بي بي سي ته له یوه نامالوم ځایه د تیلې فون پر کرښه وویل، ملګرو یې د کندهار ښار پر درو حکومتي ودانیو (د ولایت ودانۍ، امنیه قومندانۍ او د ملي امنیت ودانۍ) بریدونه پیل کړي، خو د کندهار چارواکي يوازې پر امنیه قومندانۍ بریدونه مني .

د روانۍ فبرورۍ پر اوومه هم په دغه ولایت کې د بهرنیانو په ګډون يوه ځانمرګي برید پنځه کسان ووژل .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .