ګلاب منګل: بهرنۍ مافیايي کړۍ کروندګر د کوکنارو کر ته هڅوي

ښاغلی منګل

د هلمند والي ګلاب منګل په کابل کې يوې خبري ناستې وويل هڅه کوي چې په هلمند کې د کوکنارو مخه ونيسي او زياته يې کړه، تر دې مهاله ورسره نړيوالې ټولنې ښه مرسته کړې ده

د سوېل لوېديز ولايت هلمند والي وايي يو شمېر بهرنۍ مافيايي کړۍ، هلمندي کروندګرو ته پیسې ورکوي او د کوکنار کر ته يې هڅوي.

والي ګلاب منګل وويل، په تېرو دوو کلونو کې دغلته د کوکنارو کرکېله کمه شوې، خو پر وسله والو طالبانو يې تور ولګاوه چې په ځينو سيمو کې خلک د کوکنارو کر ته اړ کوي .

د هلمند د والي په وينا د تارياکو ګټه وټه او پسې د طالبانو تر ټولو لويه مالي سرچينه ده او تور يې پورې کړ چې په هېلمند کې يو شمېر طالب قوماندان همهاله د تارياکو قاچاق هم کوي.

هلمند د افغانستان په سوېل پروت ولايت دی چې د دوو شيانو له کبله يې ډېر ځله نوم د نړيواله رسنيو په خبري سرټکو کې تکرارېږي .

طالبان ! چې د افغان حکومت لويه مخالفه وسله واله ډله او هلمند يې پياوړی سنګر بلل کېږي او د کوکنار کر ! چې تارياک يې په پرله پسې ډول د نړيوالې ټولنې او افغان حکومت لپاره سرخوږی يادېږي .

که پر سرکاري شمېرو حساب و نه شي نو د تېرې نژدې يوې لسيزې په اوږدو کې په هېلمند کې ورځ تر بلې د کوکنارو کر زيات شوی چې ورسره سمې د نړيوالو اندېښنې هم زياتې شوې دي .

حکومت وايي دغلته په تېرو دوو کلونو کې د کوکنارو د کر کچه په سلو کې څلوېښت راټيټه شوې، خو ځينې نور راپورنه او سرچينې وايي لا هم په هېلمند کې د افغانستان ډېره برخه تارياک تولېدېږي .

د هلمند والي ګلاب منګل په کابل کې يوې خبري ناستې وويل هڅه کوي چې په هلمند کې د کوکنارو مخه ونيسي او زياته يې کړه، تر دې مهاله ورسره نړيوالې ټولنې ښه مرسته کړې ده :

''په تېرو درېیو کلونو کې له ۱۵۰ زره کروندګرو سره مرسته شوې ده، دوی ته اصلاح شوي تخمونه، سرې او کرنیز سامان الات ورکړل شوي دي، پر دې سربېره د نشه يي توکو د لوی قاچاق وړونکو او نشه یي توکو د زېرمو د له منځه وړلو او د نشه يي توکو د کاروانونو د له منځه وړلو لپاره د ایساف ځواکونو له موږ سره پوځي مرسته هم کړې ده، ګڼ قاچاقبران نیول شوي او د نشه يي توکو زېرمې یې له منځه تللې دي.''

کوکنار

په دې ورستيو کې د جرمونو او نشه يي توکو پر ضد د ملګرو ملتونو يوې ادارې ويلي چې د تارياک د نرخونو لوړېدل کېدای شي د افغانستان په ځينو ولايتونو کې کروندګر بيا دکوکنارو کر ته وهڅوي.

نوموړي له دې سره همهاله يو شمېر خنډونه او ننګونې هم يادې کړې او ويې ويل سږ کال يو شمېر بهرنيو مافيايي ډلو کروندګرو ته مخکې له مخکې پسې ورکولې او د کوکنارو کر ته يې هڅول .

دغه راز ده وويل په کومو سيمو کې چې حکومتي حاکميت کمزوری او يا نه و، طالبانو خلک اړ کول چې ارو مرو کوکنار وکري.
که کوکنار لږ دي او که ډېر، خو عام باور دا دی چې د نا امنۍ ريښو ته اوبه ورکوي.

ښاغلي منګل هم دې په کتو وويل د طالبانو لويې مالي سرچينې تارياک دي او ادعا يې وکړه چې زيات طالب قوماندانان د تارياکو قاچاقچيان دي خو طالبانو وړاندې دغه ډول تورونه رد کړي دي.

په دې ورستيو کې د جرمونو او نشه يي توکو پر ضد د ملګرو ملتونو يوې ادارې ويلي چې د تارياک د نرخونو لوړېدل کېدای شي د افغانستان په ځينو ولايتونو کې کروندګر بيا دکوکنارو کر ته وهڅوي.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .