IEC: ځانګړې محکمې له موږ سره زور زیاتی وکړ

د ټاکنو خپلواک کمېسیون

د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوې سرچینې ویلي چې پولیسو، قاضیانو او څارنوالانو د کابل ولایت د رایو صندقونه مهر لاک کړل .

د افغانستان د ټاکنو کميسيون د ټاکنو په تړاو د جوړې شوې ځانگړې محکمې په امر د کميسيون د ځينو دفترونو او د رايو د صندوقونو مهر ولاک کول غندلي او هغه يې د زور زياتي روښانه بېلگه بللې .

د ټاکنو په اړه د شکايتونو د ارزولو ځانگړې محکمه وايي چې دوى د کابل تر څنگ په ځينو نورو ولايتونو کې هم د ټاکنو ځيني دفترونه او د رايو صندوقونه مهرولاک کړي دي .

تر دې وړاندې هم لويې څارنوالۍ او هم ځانگړې محکمې د ټاکنو دواړه کميسيونونه په دې تورنول چې گواکې له دوى سره په دې چاره کې مرسته نه کوي .

پر همدې مهال لويې څارنوالۍ تائيد کړې چې د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر فضل احمد معنوي او د کميسيون ځيني نور چارواکي لا له وړاندې د لويې څارنوالۍ له خوا ممنوع الخروج اعلان شوي دي .

ښاغلی معنوي

لویې څارنوالۍ د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر فضل احمد مغنوي او د کميسيون ځينې نور چارواکي لا له وړاندې ممنوع الخروج بللي وو .

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسیون سرچينو د ځينو دفترونو او دغلته يې د رايو د صندوقونو په غبرگون کې ويلي سره له دې چې د کميسيون چارواکو د افغانستان د عدلي او قضايي ادارو سره په ټاکنو کې د درغليو پلټنو ته چمتوالى ښوولى و ، خو په وينا يې د دوى د دفترونو مهرولاک کول د زور يوه ښکاره نښه ده .

د کميسيون يوې سرچينې بي بي سي ته وويل چې نن له غرمې مخکې يو شمير قاضيان د افغان امنيتي ځواکونو په ملتيا د دوى دفتر ته ورغلي او د کابل ولايت د راى ورکولو ځينې صندوقونه يې مهر و لاک کږي او يو شمير ادارې يې تړلي دي .

د ټاکنو په اړه د شکايتونو ځانگړې محکمه وايي چې دغه څه د دوى د هغې غوښتنې په تړاو ترسره شوي چې دوى يې پخوا په اړه بېلابېلو ولايتونو ته ځانگړي پلاوي هم استولي ول.

د دغې محکمې مشر صديق الله حقيق مني چې دغه پلټنې نه يوازې په پلازمېنه کابل بلکې د افغانستان په ځينو نورو ولايتونو کې هم ترسره شوي دي .

ښاغلی حقیق

د دغې محکمې مشر صديق الله حقيق مني چې دغه پلټنې نه يوازې په پلازمېنه کابل بلکې د افغانستان په ځينو نورو ولايتونو کې هم ترسره شوي دي .

تر دې وړاندې د افغانستان لويې څارنوالۍ څو، څو ځلې د ټاکنو خپلواک کميسيون پر دې گرم بللى و چې گواکې په ټاکنيزو درغليروکې تورن د کميسيون کارکوونکي يې دوى ته نه ورپېژندلي او نه يې هم په دې اړه له محکمې او لويې څارنوالۍ سره مرسته کړې .

د افغانستان د لويې څارنوالۍ يوې سرچينې وويل چې تر دې مهاله له هغوى سره د ټاکنو د دواړو کميسيونونو له خوا همکاري نه وه شوې او په وينا يې هغوى اړ وتل چې د ځينو مشکوکو صندوقونو د مهرولاک کولو لپاره پلاوى دغه کميسيون ته واستوي .

د افغانستان د ولسي جرگې لپاره پر ټاکنو له هماغه پيله ناندرې روانې وې او دغه ټاکنې د افغانستان د لويې څارنوالۍ له خوا له درغليو ډکې بلل شوې وې ، دا رنگه دغې څارنوالۍ د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر فضل احمد مغنوي او د کميسيون ځينې نور چارواکي لا له وړاندې ممنوع الخروج بللي وو .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .