کابل: پر سيټي سنټر په برید کې دوه پولیس وژل شوي

پر سيټي سنټر د مخکني برید عکس ګورﺉ
Image caption برید د سيټي سنټر په ختيځه دروازه کې شوی دی.

د افغانستان پلازمېنې کابل ښار په زړه د سيټي سنټر په ختيځه دروازه کې ځانمرګی برید وشو، او تر برید وروسته ډزې هم شوې دي .

د کابل امنیه قومندان جنرال ایوب سالنګي د پېښې په سیمه کې خبریالانو ته وویل په برید کې دوه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي:

''یو ځانمرګی چې سيټي سنټر ته يې د ننوتلو هوډ درلود،د امنيتي ځواکونو او د سېمې د ساتونکو له لورې په ډزو له ويشتل کېدو وروسته ځان چوولی دی. په دغه پېښه کې زموږ دوه هېوادوال وژل شوي او دوه نور ژوبل دي،په سيټي سنټر کې مېشتو مېلمنو او هټيو ته هېڅ ډول زيان نه دی رسېدلی .''

نوموړي وویل، برید کوونکي صافي لېنډمارک ته د ننوتلو پرمهال تر پېژندل کېدا مخکې په ډزو وویشتل شو او چاودېدونکي توکي يې وچوول .

د کورنیو چارو وزارت ویاند زمري بشري ویلي:''د کابل ښار په نوي ښار کې پر سيټي سنټر ځانمرګی برید شوی، خو تر دې مهاله د مرګ ژوبلې په اړه جزییات نه شته . ''

عيني شاهدانو ویلي تر برید وروسته ډزې هم وشوې .

په کابل کې د پولیسو د جنايي څانګې یوې سرچینې ویلي، برید د سيټي سنټر د ننه شوی .

د برید پړه وسله والو طالبانو منلې ده .

دا په روانه فبرورۍ میاشت کې په کابل کې لومړۍ ستره چاودنه ده .

د تېرې جنورۍ پر ۲۸مه هم د کابل په یوه پلورنځي کې ځانمرګي برید ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

برید د کابل ښار وزیر اکبر خان ۱۵سړک د څلور لاري ته څېرمه په یوه پلورنځي کې شوی و، چې د دوو ښځو، یوه ماشوم او درو بهرنیانو په ګډون اته کسان په کې وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي ول .

ورته مطالب