عزیزالله لودین د فساد پرضد یوې ادارې مشر وټاکل شو

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
عزیزالله لودین
Image caption ښاغلی لودين د ۱۳۸۸ مريز کال د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال د ټاکنو د کمېسيون مشر و.

ولسمشر حامدکرزي د ټاکنو د کمېسيون پخوانی مشر عزيزالله لودين د فساد پر ضد د يوې ادارې د مشر په توګه ټاکلی دی.

ښاغلی لودين چې شاوخوا درې کاله مخکې هم د فساد ضد ادارې مشر و، وايي هڅه به وکړي چې قانون سم پلی کړي او له عدلي او قضايي ادارو سره د همکارۍ په ترڅ کې خپلې چارې پر مخ بوځي .

نوموړي ډاډ وښود چې د فساد ضد مبازرې د ستراتيژۍ د پلې کېدا د څار په عالي اداره کې به د فساد پر ضد سمه مبارزه وکړي .

ښاغلی لودين د ۱۳۸۸ لمريز کال د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال د ټاکنو د کمېسيون مشر و .

نوموړي ظاهراً د هغو ناندريو او جنجالونو له امله استعفا وکړه چې د ټاکنو په تړاو راپورته شوي ول .

هميم جلالزي په کابل کې له ښاغلي لودين سره مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتلي چې کاري لومړيتوبونه به يې څه وي ؟

ورته مطالب