په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

عزیزالله لودین

ولسمشر حامدکرزي د ټاکنو د کمېسيون پخوانی مشر عزيزالله لودين د فساد پر ضد د يوې ادارې د مشر په توګه ټاکلی دی.

ښاغلی لودين چې شاوخوا درې کاله مخکې هم د فساد ضد ادارې مشر و، وايي هڅه به وکړي چې قانون سم پلی کړي او له عدلي او قضايي ادارو سره د همکارۍ په ترڅ کې خپلې چارې پر مخ بوځي.

نوموړي ډاډ وښود چې د فساد ضد مبازرې د ستراتيژۍ د پلې کېدا د څار په عالي اداره کې به د فساد پر ضد سمه مبارزه وکړي.

ښاغلی لودين د 1388 لمريز کال د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال د ټاکنو د کمېسيون مشر و.

نوموړي ظاهرا د هغو ناندريو او جنجالونو له امله استعفا وکړه چې د ټاکنو په تړاو راپورته شوي ول.

هميم جلالزي په کابل کې له ښاغلي لودين سره مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتلي چې کاري لومړيتوبونه به يې څه وي؟