د افغانستان بانک ۶۴ ميليونه پټې شوې افغانۍ بېرته ستنول کېږي

کابل بانک

افغانستان بانک تېرکال په سپټمبر کې د کابل بانک ولکه له هغه وروسته تر ګوتو کړه چې دغه بانک د مالي فساد او خپل منځي غلاو له کبله له ديواليتوب سره مخامخ شو.

افغان چارواکي وايي د افغانستان بانک د پيسو د غلا په تور نيول شويو کسانو اقرار کړی چې د يوه بل خصوصي بانک له مامورينو سره يې تر جوړجاړي وروسته ۶۴ ميليونه افغانۍ پټې کړې دي.

نهه تنه چې دوه يې د کابل بانک او اووه نور يې د افغانستان بانک پخواني مامورين دي دا مهال په بند کې دي.

دخوست والي عبدالجبار نعيمي وايي دغو کسانو ورته اسناد راوړي او ژمنه يې کړې چې له بانکه وړې پيسې به بېرته ورسپاري.

په افغانستان کې د فساد او درغليو په پايله د نژدې سقوط شوي يوه خصوصي بانک ، کابل بانک او د افغانستان بانک نيول شويو مامورينو منلې چې په ناقانونه ډول يې له بانکه پيسې ايستلې وې .

د چارواکو په وينا دغه ۶۴ ميليونه افغانۍ چې يو اعشاريه پېنځه ميليونه ډالره کېږي د افغانستان بانکه پيسې وې .

خو هغه مهال چې کابل بانک د يوالي کېدو ته نژدې او د افغانستان ټول بانکي سيسټم يې څپڅپانده کړ نو د کابل بانک خوست څانګې د افغانستان بانک دغو مامورينو ته داسې سند ورکړی و چې ګني پيسې د دولت په خزانه کې دي.

د خوست والي عبدالجبار وايي دغه سند د يوه جوجاړي په ترڅ کې ورکړل شوی چې يوازې د بانکي سيسټم پلټونکی پلاوی تېرباسي .

د درغليو او مالي فساد ددغې موضوع له کبله دوه اونۍ مخکې د کابل بانک دوه او د افغانستان کې اوه مامورين ونيول شول .

د خوست والي ښاغلی نعيمي وايي دوی اوس اقرار کړی چې پر غلا کړيو پيسو يې شخصي ملکيتونه اخيستي دي :

''د پوښتنو ګروېږنو له لارې چې موږ ته کوم مالومات ترلاسه کړي، دوی دغه پیسې په خپلو شخصي ګټو لګلوې دي، دوی دا منلې او موږ ته یې اسناد راکړي چې وړې پیسې به بېرته راوړي .''

د افغانستان بانک

افغان حکومت وايي چې لا هم ددغه بانک سلګونه ميليونه پيسې يا د بانک ونډوالو او يا هم نورو خلکو وړې او بېرته يې نه دي راوړې.

ښاغلي نعيمي وويل چې له نيول شويو کسانو څخه تر اوسه پورې لس ميليونه افغانۍ بېرته تر لاسه شوې دي.

افغانستان بانک تېرکال په سپټمبر کې د کابل بانک ولکه له هغه وروسته تر ګوتو کړه چې دغه بانک د مالي فساد او خپل منځي غلاو له کبله له ديواليتوب سره مخامخ شو.

افغان حکومت وايي چې لا هم ددغه بانک سلګونه ميليونه پيسې يا د بانک ونډوالو او يا هم نورو خلکو وړې او بېرته يې نه دي راوړې.

دوی وايي هڅه يې دا ده چې تر څو کلونو پورې دغه بانک پر خپلو پښو ودروي او وروسته به يې وپلوري .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .