م.م : د افغان ماشومانو حقونو ته دې ډېر پام وشي

افغان ماشومان

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د افغانستان له حکومت نه په کلکه غوښتي چې د ماشومانو د حقونو د خوندي کولو لپاره ډېر څه وکړي .

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون په افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د سرغړونو د مخنیوي په خاطر د ډېرو اقداماتو غوښتنه کړې .

د امنیت شورا ته راپور کې بان کي مون ویلي چې په افغانستان کې ماشومان د جګړو، جنسي تېریو او وژنو لپاره کارول کېږي د پیسو د ګټلو په خاطر په لوی لاس معیوب او نیم ځانه کېږي.

په افغانستان کې د وسله وال کړکېچ او ماشومانو په هکله په خپل راپور کې چې نن خپور شوی، د ملګرو ملتونو عمومي منشي د ۲۰۰۸ میلادي کال د سپتمبر له لومړی نېټې د ۲۰۱۰ میلادي کال تر اګست پورې موده نغاړلې ده .

نوموړي دا هم ویلي چې د هغه له پخواني راپور راپدېخوا له افغان حکومت سره د ماشومانو د حقونو د خوندي کولو په برخه کې په خبرو کې پرمختګ شوی دی.

تېره میاشت ملګرو ملتونو له افغان حکومت سره یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې یې حکومت په وسله والو کړکېچونو کې د اغېزمن شویو ماشومانو ساتنه کوي او تنکيو زلمیانو ته به په ملي پوځ کې د شاملېدو اجازه نه ورکول کېږي .

د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل تازه راپور کې وايي زه له افغان حکومته غواړم چې ددې پلان د عملي کولو لپاره کافي منابع ځانګړي کړي .

راپور وايي د افغان ملي اردو په ګډون په جګړو کې ښکېلې غاړي ماشومان په جګړو کې کاروي . دغه راز له ماشونو په ځانمرګو بریدونو کې هم کار اخیستل کېږي. په هغې مودې کې چې دغه راپور پکې چمتو شوی په افغانستان کې ۱۷۹۵ ماشومان په تاوتریخوالي کې ټپیان او وژل شوي دي .

یو افغان ماشوم

د ملګرو ملتونو له خوا ددغه راپور د چمتو کولو په موده کې ۵۶۸ افغان ماشومان د ماینونو او نورو ناچاودو توکو ښکار شوي هم دي.

دا شمېره یوازې په هغو سیمو کې د ټپي او وژل شویو ماشومانو ده چې لاسرسی ورته شونی دی .

راپور وايي د طالبانو په ګډون د وسله والو ډلو په ځانمرګو بریدونو، ناچاودو توکو او راکټي بریدونو کې هم په پرله پ سې توګه ماشومان وژل کېږي .

ددې ترڅنګ افغان ماشومان د هوايي بمباریو او د شپې له خوا د تلاشیو ښکار شوي هم دي .

د ملګرو ملتونو له خوا ددغه راپور د چمتو کولو په موده کې ۵۶۸ افغان ماشومان د ماینونو او نورو ناچاودو توکو ښکار شوي هم دي .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .