افغانستان د GSMA نړیوال مډال وګاټۀ

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
امیرزی سنګین
Image caption د افغانستان د مخابراتو او ټيکنالوجۍ وزیر امیرزي سنګین دا د افغانستان لپاره ستره لاسته راوړنه وبلله .

د افغانستان د مخابراتو وزارت ته په هسپانیا کې د ښو خدماتو او پالیسیو له امله د جي ایس ایم اېGSMA نړیوال مډال ورکړل شو .

دې نړیوال جایزې ته چې معنوي ارزښت لري هرکال ګڼ شمېر هیوادونه کاندیدېږي چې سږکال د ۱۴ هېوادونو په ډله کې افغانستان دغه جایزه وګټله .

دمګړۍ په افغانستان کې د جي ایس ایم تیلې فونونو څلور شبکې فعالې دي چې تر ۵۰ زرو زیات کسان په کې په کار بوخت دي .

د افغانستان د مخابراتو او ټيکنالوجۍ وزیر امیرزي سنګین دا د افغانستان لپاره ستره لاسته راوړنه وبلله .

ورته مطالب