ستاسې غږ : ولسي جرګې لاهم خپل مشر نه دى ټاکلى

د افغانستان ولسي جرگه نژژدې يوه مياشت وړاندې رسماً پرانستل شوه، خو لا تر اوسه د مشر په غوره کولو نه ده توانېدلې .

د مشر تابه د غوره کولو لپاره تر اوسه څلور واره ټاکنې شوي دي خو په څلورو پړاوو کې يو کانديد هم د ٥٠ جمع يو اکثريت په گټلو نه دى بريالى شوى.

اوس ولسي جرگې د مشر تابه د ستونزې د غوڅولو لپاره يوه کمېسیون ته دنده سپارلې، دا چې پرېکړه به يې د پارلمان اکثريت غړو ته د منلو وړ وي، جوته نه ده؛ ځکه ډېرى شنونکي باور کوي چې په پارلمان کې د ملي گټو ځاى ځاني گټو نيولاى.

نوى پارلمان ډيرې زياتې او مهمې مسلې په مخ کې لري لکه د راتلونکي کال د بودیجې تصويب، د کابينې د سرپرستو وزيرانو تائيد، د گڼو نويو قوانينو تصويب، د هېواد امنيتي وضعیت او ډېر نور ...

درنو اوريدونکو ! ددې اوونۍ ستاسو غږ پروگرام کې غواړو وپوښتو چې تاسو د ولسي جرگې د نژدې تېرې يوې مياشتې کړنې څنگه ارزوﺉ؟ څنگه کېداى شي ولسي جرگه له دغې وضعې راووځي ؟

خپل نظر راسره ستاسې غږ خپرونه کې شريک کړئ، پر دغو لارو :

د سټوډيو مخامخ شمېره: 00442078360331

برېښناليک: pashto@bbc.co.uk

پر گرځنده ټېلې فون د لنډ پيغام د راستولو شمېره: 00447786208888

ژمنه مو د پنجشنبې پر ماښام، ستاسې غږ خپرونه کې .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .