کابل بانک دې وپلورل شي

د پيسو نړيوال صندوق آى اېم اېف افغان حکومت ته سپارښتنه کړې چې خپل څپ څپانده شوي بانک کابل بانک ته دې نوي ونډه وال ومومي او بيا دې ژر وپلوري.

دا لارښوونه کابل ته ددغه صندوق د يوه پلاوي د لس ورځنۍ کتنې پر مهال شوې چې وايي غوښتنه يې افغان لوري کړې وه.

آى اېم اېف وايي د کابل بانک د لانجې چټک غوڅېدل، د هيواد د ټول خوځېدلي مالي نظام د ټينگښت لپاره ضروري دي. دغه بانک د وږي په مياشت کې تر دې خبرونو وروسته چې سلگونه ميليونه ډالره زيان يې کړى دى، د افغانستان بانک تر ادارې لاندې راغى. د پيسو نړيوال صندوق وايي په دې پړاو کې د نويو ونډه والو موندل، د کابل بانک لپاره تر ټولو مناسبه لار ده.

صندوق دغه راز غوښتنه کړې هرهغه څوک محاکمې ته ودروي چې په څپ څپانده شوي بانک کې په ټگۍ يا ناقانونه اقداماتو تورن وي.

په هغه بیانیه کې چې ددې صندوق له خوا خپره شوې له افغان حکومته پکې غوښتل شوي چې د کابل بانک ستونزو د چټک حل لپاره یو رڼه، دقیقه او تمویل شوې تګلاره ومومي.

د پیسو نړیوال صندوق وړاندیز کړی چې اوسمهال د کابل بانک د افغانستان بانک تر کنترول لاندې دی له حقوقي پلوه پلورنې ته چمتو کړي، او یا یې هم د فعالیت کړۍ ورتنګه کړای شي

د افغانستان بانک مشر له بي بي سي سره په تیلیفوني خبرو کې وویل هغه دمګړۍ د پیسو د نړیوال صندوق د وړاندیز په اړه څه نه شي ویلی.

د افغانستان بانک په تېر سپتمبر کې وروسته تر هغه د کابل بانک د چارو واګې په لاس کې واخیستې چې دوه تنه مشران یې له دندو ګوښه او له بحران سره مخامخ شو.

د افغانستان بانک په تېرو اوو میاشتو کې د کابل بانک د حسابونو په روڼوالي بوخت دی او ددې بانک مشتریانو ته یې شاوخوا څلور سوه میلیونه ډالره ورکړي دي.

افغان چارواکو تر دې دمه د افغانستان بانک له هڅو ملاتړ کړی او وايي له ټولو پوروړولو به ددې بانک پیسې بېرته راټولوي.

د افغانستان بانک مشر په روانه میاشت کې د کابل بانک له خوا ورکړل شوي پورونه ۵۵۰ میلیونه ډالره اعلان کړي، خو نړیوال ادارې وایې دغه شمېرې تر ۹۰۰ میلیونو ډالرو پورې رسیږي، چې ښايي هېڅکله یې بېرته ترلاسه نه کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه آذرخش حافظي وايي په نویو شریکانو د کابل بانک د پلورلو وړاندیز سم دی، خو زیاتوي دا په هغه صورت کې ممکنه ده چې ددې بانک حسابونه راڼه شي او د اوسنیو شریکانو ونډې په رسمي توګه لغوه اعلان شي.

دوه اونۍ وړاندې د افغانستان بانک مشر په یوه خبري ناسته کې وویل چې له لویې څارنوالۍ یې په رسمي توګه غوښتنه کړې، چې په کابل بانک کې د بحران رامنځ ته کوونکي جلب او محکمې ته یې راکاږي.

ورته مطالب