کابل د واشينګټن لپاره نوی سفير وټاکه

اکليل احمد حکيمي
Image caption ښاغلی اکليل تر دې مهاله د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال په توګه کار کاوه.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال په واشينګټن کې د افغانستان د سفير په توګه ټاکل شوی دی .

په واشينګټن کې د افغانستان سفارت په خپله ويبپاڼه کې ليکلي، اکليل احمد حکيمي به په رسمي ډول خپل اسناد د امريکا د بهرنيو چاورو وزيرې هيلري کلينټن ته وړاندې کړي .

ښاغلی حکيمي به په متحده ايالتونو سربېره له مکسيکو، کولمبيا، برازيل، او ارجنټاين سره هم د افغانستان ديپلوماتيکي اړيکي سمبالوي.

نوموړی په 2010 کال کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال په توګه دنده پيل کړه .

تر دې وړاندې يې په 2005 کال کې په جاپان او په 2009 کال کې په چين کې د افغانستان د سفير په توګه دندې ترسره کړې دي.

له اکليل حکيمي څخه مخکې سيد طيب جواد د څو کلونو لپاره په واشنګټن کې د افغانستان د سفيرو.

هغه په 2003 کال کې دغه دنده پيل کړې وه او د 2010 کال د ډيسمبر په پيل کې يې پرېښوده .