د ماليې وزارت: د مالي نظام د سم سمکي لپاره د هر ګام ملاتړ کوو

کابل بانک د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان حکومت وايي هڅه کوي چې په څو کلونو کې کابل بانک پر پښو و دروي او بيا يي وپلوري. خو د پيسو نړيوالو صندوق وايي ژر دې دغه بانک ته نوي ونډوال وموندل شي او بيا دې وپلورل شي.

د افغانستان د ماليي وزارت کابل بانک ته د نويو ونډه والو د موندلو او بيا يې د پلورولو په هکله،د پېسو د نړيوالو صندوق د دغه وړانديز په غبرګون کې ويلي،د هېواد د مالي نظام د ښه والي په برخه کې د هر اقدام هرکلی کوي.

د ماليې وزارت يو سلاکار نجيب الله منلی وايي که څه هم د کابل بانک موضوع په د افغانستان بانک پورې تړلې،خو دوی د افغانستان د بانکي نظام د ټيکاو لپاره ددغه ډول هڅو ملاتړ کوي.

(( د کابل بانک موضوع په د افغانستان بانک پسې اړه لري او د ماليې له وزارت سره مستقيم کاري ارتباط نه لري ، سره له دې هم د ماليې وزارت د کابل بانک په اړه چې د افغانستان بانک کوم تصاميم نيولي هغه مثبت تصاميم ګڼي او له دې وروسته چې هم د افغانستان د بانکي نظام د ساتلو لپاره هر اقدام کېږي د هغه ملاتړ کوي . ))

کابل بانک د افغانستان يو لوی خصوصي بانک ، چې د نورو بانکي فعاليتونو ترڅنګ يې افغان ښوونکو، ملکي مامورينو او پوليسو ته د همدغه بانک له لارې مياشتنۍ تنخواوې وېشل کېږي.

پر دغه بانک باندې د روان لمريز کال په وږي کې د سلگونه ميليونه ډالرو له زيان وروسته، دافغانستان بانک ولکه وکړه.

اوس د پيسو نړيوال صندوق آى ايم ايف افغان حکومت ته سپارښتنه کړې چې څپ څپانده شوي کابل بانک ته دې نوي ونډه وال ومومي او بيا دې سملاسي وپلوري.

دا لارښوونه کابل ته ددغه صندوق د يوه پلاوي د لس ورځنۍ کتنې پر مهال شوې.

ای ايم اف وايي د کابل بانک د لانجې چټک غوڅېدل د هېواد د ټول خوځېدلي مالي نظام د ټينگښت لپاره ضروري دي.

د افغانستان بانک مشر د اوس لپاره د پيسو د نړيوال صندوق د دغه وړانديز په اړه بي بي سي ته څه ونه ويل.

د افغانستان بانک په تېرو اوو مياشتو کې د کابل بانک د حسابونو په روڼوالي بوخت دی او ويل کېږي چې د کابل بانک مشتريانو ته يې شاوخوا څلور سوه ميليونه ډالره ورکړي دي.

د افغانستان بانک مشر په روانه مياشت کې د کابل بانک له خوا ورکړل شوي پورونه ۵۵۰ ميليونه ډالره اعلان کړي، خو نړيوالې ادارې وايې دغه شمېرې تر ۹۰۰ ميليونو ډالرو پورې رسېږي، چې ښايي هېڅکله يې بېرته ترلاسه نه کړي.

دوه اونۍ وړاندې د افغانستان بانک مشر په يوې خبري ناسته کې وويل له لويې څارنوالۍ يې غوښتي چې په کابل بانک کې د ناورين رامنځ ته کوونکي محکمې ته راکش کړي.