د ولسي جرګې د رييس د ټاکلو لپاره پر نورو لارو غور روان دی

ولسي جرګه د انځور حقوق BBC World Service

د ولسي جرګې يو شمېر سرچينې وايي د جرګې د رييس د ټاکنې له امله د رامنځته شوې ستونزې دغوڅولو په موخه ځينو وکيلانو له ولسمشر کرزي سره کتلي دي .

ولسي جرګې د خپل کار له پيل راهيسې تر اوسه ونه شو کولای چې د ټاکنو له لارې خپل مشر وټاکي او په دې اړه يې د يوې بلې هڅې په توګه يو ځانګړی کمېسيون هم جوړ کړی دی .

ددغه کمېسيون غړی صديق عثماني وايي تر دې مهاله دغه کمېسيون هم کومې پرېکړې او پايلې ته نه دی رسېدلی خو تر شنبې پورې به خپله طرحه جوړه او ولسي جرګې ته وسپاري.

ښاغلی عثماني وايي کمېسيون هم يوه بله اته کسيزه جرګګۍ جوړه کړې چې د ولسي جرګې له نورو نوماندانو سره خبرې اترې وکړي او د ولسي جرګې کړکېچ ته سياسي حل لاره ومومي:

(( له همدې کبله کمېسيون د تېرې او نن ورځې په غونډو کې دې پايلې ته رسېدلی چې که شونې وي يوه داسې سياسي لاره پيدا کړي چې ټولو نوماندانو ته د منلو وړ وي.

دهمدغې پرېکړې په پايله کې د ولسمشرۍ مقام هم مداخله کړې او فکر کوم له استاد سياف او ښاغلي قانون سره يې غونډې هم درلودې ، چې وکولای شي يوه حل لاره ومومي. ))

د ولسي جرګې يو شمېر غړو د جرګې تر پرانستنې مخکې پر ولسمشر کرزي سخت فشار راوړی و چې ولې يې د ولسي جرګې پرانسته ځنډولې ده.دوی په ډېره ترخه ژبه هغه توراناوه چې ګني قانون يې تر پښو لاندې کوي .

خو دا دی د نژدې يوې مياشتې له تېرېدو وروسته په ولسي جرګه کې د روان کړکېچ د ختمولو لپاره يو شمېر پياوړي نوماندان بې له دې چې قانوني بهير په پام کې ونيسي د ولسي جرګې د رييس د ټاکنې د هڅو په لړ کې ښاغلي کرزي ته ورغلي دي

دا د هغو هڅو يوه برخه ده چې ويل کېږي د يوه جوجاړي په ترڅ کې به د جرګې نوی رييس ټاکل کېږي.

دولسي جرګې موقت رييس سرور عثماني وايي په دې اړه ځينې پرمختګونه راغلي خو لاهم حالت ناڅرګند دی.

ده وويل احتمال لري چې دوه لارې رامخې ته شي يو دا چې په کورنۍ کړنلاره کې بدلون راشي او بله دا چې يو ملي توافق وشي خو په وينا يې تر اوسه يو هم نه دی معلوم.

په همدې حال کې د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي که د رييس د ټاکنې په اړه هر ډول پرېکړه کېږي بايد د جرګې ټولو غړو ته د منلو وړ وي .

دوی ګواښ کوي که داسې و نه شي نو د ولسي جرګې خپل منځي کړکېچ به نور هم اوږد شي .