د هرات ملکي هوايي ډګر پراخ او نړيوالو الوتنو ته چمتو شو

هرات هوايي ډګر

د هرات هوايي ډګر په نويو او پرمختللو اسانتياو سمبال شوی او دغلته پر الوتکو پخواني پخواني محدوديتونه لېري شوي دي.

اوس د دغه هوايي ډګر ځغاست ليکه اوږده شوې او چارواکي وايي څه باندې پېنځه ميليونه ډالرو يې پرې لګولي دي.

د هرات د هوايي ډګر ځغاست ليکه يا رنوې تر دې وړاندې ۲۵۰۰ متره اوږده وه، خو په دې ورسيتو کې ۵۰۰ متره نوره غځول شوې ده.

دغه هوايي ډګر د آريانا افغان هوايي شرکت د ۳۱۰ ايربس الوتکې په ښکته کېدو سره پرانستل شو.

افغان چارواکي وايي اوس د هرات هوايي ډګر د هېڅ ډول الوتکې د پورته يا کښته کېدو لپاره محدوديت نه لري.

د هرات والي محمد داود صبا: ((په تېرو څلورو مياشتو کې د ۵ ميليونه ډالرو په لګښت اړين تخنيکي امکانات په دغه هوايي ډګر کې ځای پر ځای شوي او دا هوايي ډګر د مخکنۍ غوښتنې پر اساس هر ډول الوتکه شپه او ورځ په ښه او يا نامناسبه هوا کې په دې ډګر کې کېناستلی شي.))

د هرات هوايي ډګر

د هرات د هوايي ډګر د الوتکو ځغاست ليکه پېنځه سوه متره اوږده شوې ده.

د هرات والي زياتوي په دغه ملکي هوايي ډګر کې د بار يا کارګو د څانګې په فعالېدو سره به د افغانستان دولت ته د عوايدو يوه بله سرچينه ورپه برخه شی: ((تاسې د ايساف ځواکونو پوځي څانګه وينیء، وروسته تر هغو چی افغان ځواکونو ته د مسوليتونو د انتقال لړۍ تر سره شي دلته د نړيوالو ځواکونو د بار يا کارګو د څانګې امکانات به ملکي څانګې ته وسپارل شي، کارګو نن په نړۍ کې د يوې لويې عايداتي سرچينې حيثيت لري او دا د افغانستان لپاره ډېر ارزښت لري.))

چارواکي وايي په دې ورستيو کې د هرات د هوايي ډګر د الوتنو په شمېره کې زياتوالی راغلی او اوس هره ورځ شاوخوا ۳۰ الوتکې پکې ښکته و پورته کېږی.

دا په داسې حال کې ده چې د هرات ملکي هوايي ډګر د يوه مناسب ترمينال د نشتوالي له کبله له يو لړ محدوديتونو سره مخامخ دی.

د هرات د هوايي ډګر د ملکي څانګې مشر محمد اعظم اعظمي وايي، د يوه نسبتاْ لوی او مجهز ترمينال د جوړولو طرحه برابره شوې او ډېر ژر به په دغې برخه کې کار پيل شي.

اوس هغه څه چی په امکاناتو سربېره د چارواکو لپاره لومړيتوب بلل کېږی، هغه په هوايي دګر کې د امنيت د ساتلو او د الوتنو مصونيت ته پاملرنه ده.

چارواکي وايي دوی په پام کې لري چې د ملکي څانګې کارکونکي نور هم وروزي او د امنيت په برخه کې هم نور ځانګړي اقدامات وکړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .