په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

صديق الله حقيق: د يو شمېر مرکزونو رايې به له سره شمېرل کېږي

په افغانستان کې د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو په تړاو جوړه شوې ځانګړې محکمه وايي، سر له سبا څخه به د افغانستان په 24 ولايتونو کې د ټاکنيزو شکايتونو د دوسيو څېړل پيل کړي. د يادې محکمې مشر صديق الله حقيق وايي،ښايي د يو شمېر مرکزونو د رايو له سره شمېرل هم د دوی د کار يوه برخه وي. ښاغلی حقيق تمه لري چې په نژدې راتلونکې کې به د تېرو ټاکنو په تړاو خپله پرېکړه اعلان کړي، خو شرط يې دا دی چې که اړوندې ادارې، په ځانګړې توګه د ټاکنو کمېسيون ورسره لازمه همکاري وکړي. حامدحليمي له ښاغلي حقيق سره مرکه کړې او په پيل کې يې د ټاکنيزو شکايتونو د ارزولو د بهير په اړه پوښتلی دی .