هيلري کلينټن: طالبان بايد له القاعده څخه ځانونه بېل کړي

هيلري کلينټن د انځور حقوق AP

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلينټن په افغانستان کې وسلوالو طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې د سولې او جګړې تر منځ له يوه حساس غوراوي سره مخامخ دي، ځکه چې د امريکا له لوري پوځي فشار پرې زياتېدونکی دی .

اغلې کلينټن په نيويارک کې د خبرو پر مهال وويل : (( دوی به موږ مات نه کړي او دوی نه شي کولای چې له دغه انتخابه وتښتي.))

امريکا پلان لري چې د سږ کال په دوبي کې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو په وتلو پيل وکړي او تمه ده چې دغه بهير به په 2014 کال کې بشپړ شي .

دا مهال امريکا په افغانستان کې 78000 سرتېري لري .

دغه راز اغلې کلينټن اعلان وکړ، چې متقاعد ديپلومات مارک ګروسمن به د فقيد ريچارډ هولبروک ځای ناستی او افغانستان او پاکستان ته د امريکا ځانګړی استازی شي .

ناسم غوراوی

د اسيا يي ټولنې په څېړنيزه اداره کې د خبرو پر مهال اغلې کلينټن د افغانستان په اړه د امريکا درې ګوټي ستراتيژي بيا تکرار کړه : د طالبانو او القاعده پر ضد پوځي عمليات ، ملکي هڅې چې په پايله کې يې د افغانستان او پاکستانی حکومتونه پياوړي شي او اقتصاد، مدني ټولنه او ديپلوماتيکي هڅې چې د افغانستان جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

هغې وويل د امريکا هدف دا دی چې د افغانستان په مشرۍ داسې هڅو باندې تکيه وکړي، چې طالبان له القاعدې څخه بېل کړي او پخپله خوښه راګرځېدونکي او هغه کسان پخلا کړي، چې نه غواړي د کابل له حکومت سره جګړه وکړي.

هغې وويل : (( په 2001 کال کې د سپټمبر له 11مې وروسته، طالبانو له نړيوالې ټولنې سره ډغرې او د القاعدې د ساتنې لاره غوره کړه. ))

نوموړې زياته کړه : (( دا يو ناسم انتخاب و، او دوی يې لويه بيه ورکړه. نن ورځ زموږ پوځي فشار طالبانو ته بيا عيني تصميم ور مخې ته کړی دی: له القاعدې سره اړيکي وشکویء، وسلې پر ځمکه کېږدیء، د افغانستان اساسي قانون دې ومنیء او بيا کولای شیء چې د افغانستان په ټولنه کې ورګډ شیء، که دا رد کړیء نو تاسې به بيا هم د القاعده د ملګرو په توګه له هغې پايلې سره مخامخ شیء چې د نړيوالې ټولنې د ښمنان به بلل کېږیء. ))

د امريکا پوځ تمه کوي چې د ژمي له کلنۍ خاموشي وروسته به په پسرلي کې له درنو جګړو سره مخامخ شي.

خو اغلې کلينټن ويلي، په امنيتي حالت کې ښه والی تر سترګو کېږي او د کليو په کچه ثبات مخ پر ټينګېدو دی: (( د طالب جنګياليو حرکت ورو شوی دی، خو په ځينو سيمو کې بيا معکوس دی. ))

هغې وويل القاعده لا هم (( د يوه جدي ګواښ )) په توګه پاتې ده خو زياته يې کړه، امريکا ددغې ډلې له ملګرو او خواخوږو غواړي، چې دوی دې د خپل اتحاد د ارزښت پوښتنه وکړي.