په کندهار کې د سويل ځوانانو ته کرېکټ ور زده کېږي

کندهار کرېکټ

په کندهار کې ديوه پروګرام په ترڅ کې د سويلي ولايتونو سلګونه ځوانانو ته د کرېکټ لوبه ور زده کېږي .

کرېکټ، افغانستان ته په دې وروستيو کې راغلی، خو د څارونکو په وينا بېساري پرمختګ يې کړی دی.

همدغه پرمختګ ته په پام سره د LSTO په نوم د لوبو يوه موسسه غواړي چې د کندهار د لوبو د امريت په مرسته دغلته ځوانان وروزي .

د LSTO په نوم د لوبو موسسه غواړي چې د کندهار د لوبو د امريت په مرسته دغه ځوانان وروزي .

د روزنې دغه بهير به اته ورځې روان وي چې درې افغان روزونکي به، شاوخوا ۲۰۰ ځوانانوته دکرېکټ لوبې مهارتونه، قوانين او تخنيکونه ور زده کړې کړي.

د کندهار د کرېکټ د څانګې مشر عبدالولي امين دا يو اغېزناک ګام بولي او زياتوی ،چې له دې روزنيز کمپ څخه به لوبغاړي زياته ګټه واخلي او د دوی د لوبې د مهارتونو په لوړولو کې به خورا ګټور وی .

همدارنګه هغه زياته کړه، چی دا مهال په کندهار کې د کرېکټ ۱۲ لوبډلې له دوی سرثبت شوې دي، خو د هغه په خبره د لوبو او تمرين لپاره ورته هېڅ ډول اسانتياوې نه دي برابرې شوی.

له کابل څخه راغلی د روزنکو ډلې مشر دولت احمدزي په کندهار کې د کرېکټ په برخه کې راپيل شوې هڅې ښې ارزوي او زياتوي، په کندهار کې ځوانانو دا وړتيا شته چې، هغوی په راتلونکې کې د کرېکټ په ډګر کې ښه وځلېږي.

هغه زياته کړه، چې دياد روزنيز پروګرام لمنه به دافغانستان يوشمېر نور ولايتونو ته هم وغځوي .

د کرېکټ د روزنی په برخه کې دايل ايس ټي او له لوري د روزنيزکمپ په جوړېدو سره د سويلي ولايتونو لوبغاړي او ځوانان ډېر خوښ دي .

نعمان او شفيق احمد له هغو سلګونو ځوانانو څخه دي چې په دی روزنيز پروګرام کې برخه اخيستې ده.

هغوی وايي، له دغه پروګرام څخه يې ډېر څه زده کړي دي.

ياده دې وي چې، د کرېکټ په دغه راپيل شوي روزنيز پروګرام کې چې ۸ ورځی به دوام ولري، د کندهار ولايت سربېره د زابل ، هلمند او اورزګان ولايتونو ځوانان هم د کرېکټ په برخه کې ورزل شي.

په کندهار کې د کرېکټ روزنيزې پروګرام

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .