کرزی: امريکا ته د دايمي اډو د ورکړې پرېکړه به افغان ملت کوي

کرزی د انځور حقوق b
Image caption ښاغلي کرزي وويل په افغانستان کې امريکا ته د دايمي اډو د ورکولو پرېکړه د حکومت واک نه دی.

افغان ولسمشر حامد کرزي يو ځل بيا وويل چې ځينو امريکايي چارواکو ورڅخه په افغانستان کې د دايمي اډو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د دايمي اډو خبره په لومړي ځل ښاغلي کرزي له هند او جرمني څخه تر راستنېدو وروسته د فبروري پر اتمه رابرسېره کړه .

ولسمشر کرزي د شنبې پر ورځ د کروشيا له ولسمشر سره په کابل کې يوې خبري ناستې ته په خبرو کې يو ځل بيا وويل، امريکا غواړي په افغانستان کې دايمي اډې ولري .

ښاغلی کرزی دا ځل لږ جزياتو ته ولاړ او په دې اړه يې د افغانستان له لوري دوه شرطونه وړاندې کړل .

ده وويل حکومت واک نه لري چې له امريکا سره د پوځي اډو خبره ومني، بلکې په وينا يې دا کار د افغان ملت په اراده پسې تړلی او هغوی به په دې اړه وروستۍ پرېکړه کوي .

ښاغلي کرزي په افغانستان کې د امريکا د دايمي اډو په تړاو د روسيې دريځ ته هم اشاره وکړه، چې ويلي يې دي په افغانستان کې به د امريکا د ايمي اډې له سولې سره مرسته و نه کړي .

ښاغلي کرزي وويل د روسيې اعلاميه يې اورېدلې ده، خو په دې اړه يې تبصره و نه کړه .

ده وويل په افغانستان کې د امريکا د ډايمي اډو د شتون دويم شرط دا دی چې افغانستان د ګاونډيانو اندېښنې په نظر کې ونيسي .

نوموړي زياته کړه : (( موږ په جزيره کې نه اوسو )) بلکې شاوخوا مو ګاونډيان دي، چې د هغوی اندېښنې هم بايد په پام کې ونيول شي .

ښاغلي کرزي وويل افغانستان د نړۍ په ترټولو متشنجه او حساسه سيمه کې پروت دی او ټينګار يې وکړ چې د دوی د ټولو هڅو موخه دا ده چې په افغانستان کې سوله ټينګه شي.