په کندز ولايت کې ځانمرګي نژدې ۳۰ کسه وژلي

کندز
Image caption د افغانستان د شمالي ولايتونو له ډلې په کندز ولايت کې د وسله والو طالبانو فعاليتونه زيات دي.

د افغانستان په شمال کې يوه ځانمرګي پر يوې حکومتي ودانۍ بريد کړی او چارواکي وايي چې په دغه بريد کې ۲۷ کسه وژل شوي او همدومره نور ژوبل دي.

ځايي چارواکو بي بي سي ته ووېل پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې خلک د کندز ولايت د امام صاحب په ولسوالۍ کې د تذکرې ( پېژند پاڼې ) اخيستو په موخه دغلته ورغلي وو.

يوه پوليس چارواکي وویل ځانمرګي په ځان پورې تړلي بمونه د حکومتي ودانۍ په خوله کې وچول .

د افغانستان د شمالي ولايتونو له ډلې په کندز ولايت کې د وسله والو طالبانو فعاليتونه زيات دي.

د کندز په امام صاحب کې دغه بريد له هغه يوه ورځ وروسته تر سره کيږي چې د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې پر يوه خصوصي بانک د برید پر مهال نژدې ۴۰ کسه ووژل شول او شاوخوا ۷۰ نور ټپيان شول.

وسله والو طالبانو د دغو بريدونو پړه منلې . دوی په وروستيو کې خپلو تکتيکونو ته بدلون ورکړی او تر ډېره ملکي ځايونه په نښه کوي.

دغه راز تېره ورځ له کنړ ولايت نه هم راپورونه وو چې د امريکا د هوايي بریدونو په پايله کې نژدې ۳۵ تنه وژل شوي دي.

په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونه وويل په کنړ کې وژل شوي اورپکي دي ، خو ځايي خلک او چارواکي وايي چې په دغو بريدونو کې ډېر شمېر ملکيان وژل شوي دي.

طالبان خپلو بريدونو ته پر داسې مهال زور ورکوي چې ټاکل شوې امريکا څو مياشتې وروسته له افغانستان نه د خپلو سرتېرو وتل پيل کړي.

ټاکل شوې افغان امنيتي ځواکونو ته به د امنيتي چارو د سپارلو بهير د ۲۰۱۴ په پای کې بشپړ شي.

ورته مطالب