معنوي د خپلو دوو کمشنرانو د دندو ځنډېدل ناقانونه بولي

فضل احمد معنوي
Image caption ښاغلي معنوي په کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال دا وړ پریکړه یوازې د ولسمشر واک وباله او ویې ویل دوی ته د څارنوالۍ پریکړه د منلو نه ده.

د افغانستان د انتخاباتو کمېسيون د خپلو دوو کمیشنرانو د دندو د ځندیدو په اړه د لويې څارونوالۍ حکم له قانون نه سرغړونه بللې.

د کمېسيون مشر فضل احمد معنوي په کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال دا وړ پریکړه یوازې د ولسمشر واک وباله او ویې ویل دوی ته د څارنوالۍ پریکړه د منلو نه ده.

ښاغلي معنوي له لویه سره د انتخاباتو د اعلان شویو پایلو په اړه د څارنوالۍ او قضا پر دریځ هم کلکې نیوکې وکړې او خبر داری یې ورکړ چې که ولسمشر کرزی پخپله د لانجې د اوارولو لپاره رامخې ته نشي نو کیدی شي دغه جنجال د افغانستان لپاره ډیرې بدې پایلې ولري.

د افغانستان د لويې څارنوالۍ په حکم د انتخاباتو د کمېسيون د دوو لوړ پوړو چارواکو د دندو د ځنډیدو په اړه د دغه کمېسيون د مشر فضل احمد معنوي څرګندونې له پیله بیا تر پایه د افغانستان پر عدلي، قضایی او امنیتي ارګانونو پر نیوکو راټولې وې.

د ده انګیرنه دا وه چې پخپله له ولسمشر حامد کرزي پرته د افغان حکومت بله هیڅ اداره دا واک نه لري چې د انتخاباتو د کمېسیون د کمیشنرانو دندې چې د ولسمشر په فرمان مقرر شوي او له رتبې په پورته څوکیو کار کوي ، وځنډوي.

له دې سره جوښت یې د انتخاباتی درغلیوله اړخه پر کمېسيون د لګیدلو تورونو په تړاو د افغانستان د لويې څارنوالۍ او محکمې پر دریځ هم په تونده او ترخه ژبه یو په بل پسې ګڼې نیوکې وکړی.

په دې تړاو یې تر ټولو کلکه نیوکه له سره د رایې شمیرنې په تړاو د محکمې له لورې په شوې پریکړه ، او دا راز انتخاباتي ادارو ته د ننوتو پر مهال له عدلي او قضایی پلاوو سره د پوځ او پولیسو پر ملګرتیا وه.

ښاغلي معنوي ګواښ وکړ چې که دغه بهیر ونه دریږي ، نو له ځانه سره بدې پایلې درلودی شي.

دی وايي (( لوبه ورو ورو د خطر پر لور روانه ده. زه د دې حرکت د پایلو په اړه ډیر تریخ خوب وینم . د دې تر شا ګڼې پوښتنې نغښتې دي چې ځواب یې له هیڅ چا سره هم نشته. خو تر کومه چې په موږ پورې اړه لري ، موږ د دموکراسۍ له حریم نه دفاع کوو او کله به هم چا ته اجازه ورنکړو چې له غیرې قانوني لارو دغه لاس ته راوړنه یعنې انتخابات تخریب کړی او په اوبو یې لاهو کړي.))

ښاغلي معنوي په همدې ترڅ کې د اساسی قانون د څار او تطبیق پر کمیسون هم توندې نیوکې وکړې.

خبره یې دا وه چې دغه کمیسون د انتخاباتو په کار کې د قضا او څارنوالۍ د مداخلې او دا راز د انتخاباتي درغلیو د څیړلو لپاره د اختصاصي محکمې د قانونیت په اړه د خپل دریځ د معلومولو پر ځای سړو اوبو ته په پوکي سره له اړتیا ورپورته محافظه کاري کوي.

دی وايي (( د اساسي قانون د څار او تطبیق کمیسون ته پکار ده چې د یو بې پرې ارګان په توګه د لانجې د اوارولو لپاره رامخې ته شي ، خو دغه کمیسون هم غږ نه باسي او د ځان د ژوبلیدو له ویرې یې سا په ستونې کې بنده کړې ده. اوس په مخ کې یوه لار پاتې ده او هغه دا چې ولسمشر کرزی پخپله د دغه جنجال اوارولو ته راوړاندې شي.))

د افغانستان د لويې څارنوالۍ او د انتخاباتو د کمېسيون ترمینځه اختلاف شاوخوا دوه میاشتې وړاندې ، د انتخاباتو د وروستیو پایلو د اعلان د ځنډولو په اړه د لوېې څارنوالۍ د غوښتنې له ردیدو وروسته زیات شو.

د لوی څارنوالۍ غوښتنه دا وه چې وروستۍ پایلې دې د انتخاباتي درغلیو په اړه څارنوالۍ ته د رسیدلو شکایتونو د ارزولو تر مهاله وځنډیږي.

خو د انتخاباتو کمېسيون د څارنوالۍ له لورې د دا وړ شکایتونو ارزونه په خپلو چارو کې مداخله وبلله او پایلې یې اعلان کړې.

د همدغه اختلاف پایله روانه لانجه ده چې اوس د افغانستان انتخاباتي ، عدلي او قضایي ارګانونه له څیرمې پکې ښکیل دي.

ورته مطالب