د افغانستان پر ستونزو د افغان محصلينو ترمنځ تلوېزيوني بحث

ناټو سمبول
Image caption د ناټو په نوښت د جوړ شوي دغه تلویزیوني پله هدف په افغانستان کې د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو د ماموریت د څرنګوالي په اړه د ځوان کول د نظرونو ارزول وو.

ناټو په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت د څرنګوالي په اړه د ځوانو افغانانو د نظر د معلومولو لپاره، د کابل او بروکسل تر مینځه د یوه تلویزیوني پله له لارې په کابل او لندن کې د افغان محصلینو نظرونه پوښتلي دي.

د ناټو په عملیاتو کې د ملکي افغانانو مرګ ژوبله او افغان امنیتي ځواکونو ته د مسوولیتونو سپارل د دو ساعتونو د دغه اږده تلویزیوني بحث مهمې خبرې وې.

د ناټو په نوښت د جوړ شوي دغه تلویزیوني پله هدف په افغانستان کې د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو د ماموریت د څرنګوالي په اړه د ځوان کول د نظرونو ارزول وو.

د دې لپاره په کابل کې ، د کابل پوهنتون محصلین او په بروکسل کې د ناټو قرارګاه ته د برتانیا له بیلا بیلو ښارونو افغان محصلین وربلل شوي وو.

د بحث پر مهال د سر پوښتنه هم دا وه چې ناټو ولې له افغانستان نه بهر ترهګریزو اډو ته د پام پر ځای خپل عملیات د افغانستان پر کلیو او بانډو راټول کړي، چې پایله یې ملکي تلفات او ورسره جوښت د ناټو پر روان پوځي ماموریت د افغانانو د باور کمزورتیا راوځي؟

د کابل پوهنتو د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصل خواجه نوید صدیقي په دې نظر وو چې د ترهګرو د روزنځایونو له تړلو پرته په افغانستان کې امن نشي راتلای او په وینا یې د ناټو روانه خواري عبث ده.

دی وايي: (( ناټو په خپلو عملیاتو کې د افغانستان له خاورې محض د جګړې د ډګر په توګه کار اخلي خو ټول پوهیږي چې د ترهګرو اډې په پاکستان کې دي .

تر څو چې دغه اډې بندې نشي ، د افغانستان جګړه نشي ختمیدی. دا ځکه چې په دغو اډو کې د ترهګرو روزنه دوامداره بڼه لري .

که یو ترهګر ووژل شي ، پر ځای یې میدان ته دوه نور ترهګر رالیږل کیږي او چې دغه اډې فعاله وي نو دا لوبه به هم همدغسې روانه وي.))

دې ته په بروکسل کې د ناټو د یوه چارواکي ځواب دا وو چې پاکستان ګواکې د دوی د ماموریت په ساحه کې شامل نه دی ، خو دایې منله چې ناټو له پاکستان نه هم ، د متوجه امنیتي ګواښونو له اړخه اندیښمنه ده.

دی وايي (( د ناټو ماموریت یوازې د افغانستان تر پولو محدود دی، خو د دې معنی دا نه ده چې موږ ګنې له هغو امنیتي ننګونو سترګې پټوو چې د پاکستان له سرحدي سيمو متوجه دې.

د ناټو مشرانو په بیا بیا له دې اړخه اندیښنه ښودلې . دا راز موږ له بیلابیلو لارو په وار وار خپلې دغه اندیښنې له پاکستاني چارواکو سره هم شریکې کړي دي.))

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي د محصل محمود مرحون نظر بیا دا وو چې ناټو باید له طالبانو سره خبرو ته کښیني او همدا یې په افغانستان کې د جګړې د ختمیدو عملي لار بلله.

خو په لندن کې د اقتصاد د پوهنځي محصل میوند مهري نظر بیا دا وو چې ناټو د سولې په راتلو کې مرسته کولی شي ولې په یوازې سر سوله نشي راوستلی.

انګیرنه یې دا وه چې څو پورې پخپله افغانان په خپلو کې پر سوله سلا نشي په افغانستان کې ثبات نشي راتلای.

د ملکي تلفاتو له اړخه پر ناټو نیوکې د دغه تلویزیوني پله پر مهال د بحث یوه بله مهمه خبره وه.

د ځینو محصلینو نظر دا وو چې د ملکي تلفاتو تکرار د ناټو یوه داسې درنه تیروتنه ده چې تر بل هر څه ړواندې یې د افغانانو په نظر کې پخپله د دغه سازمان اعتبارله ننګونو سره مخامخ کړی.

دغو نیوکو ته په بروکسل کې د ناټو د استازي ځواب دا و چې د ملکي تلفاتو مخنیوی د دوی د تګلارې مهمه برخه ده او دوی هم پوهیږي چې د دغو پیښو تکرار دوی ته ستونزې جوړولای شي.

دی وايي (( د افغانانو د ژوند خوندیتوب د ناټو او افغان ځواکونو ګډ مسوولیت دی. موږ د افغانانو ژوند ته له پام پرته خپلو موخو ته نه شو رسیدای.

له اخلاقي پلوه هم د ملکي وګړو مرګ ژوبله د منلو خبره نه ده ، خو دې ته هم پام پکار دی چې طالبان ډیر ځله د استوګنې له سیمو بریدونه کوي او له دغو سیمو د ډال کار اخلي چې دا کار د ملکي افغانانو د سر او وینې په بیه تمامیږي.))

د کابل او بروکسل تر مینځه د دغه تلویزیوني پله پر مهال افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو پر څرنګوالي هم ډیرې خبرې وشوې .

د ځینو محصلینو اندیښنه دا وه چې افغان ځواکونه لا د دغه بار د پورته کولو وس نه لري او کیدی شي پایله یې بیا د کورنۍ جګړې پېر ته ستنیده را ووځي.

د کابل پوهنتون یوه محصله په همدې نظر وه.

دا وايي: (( د انتقال دغه بهیر سم نه دی. پکار ده چې دا ډول مسایل نظر پوښتنې ته وړاندې شي . نه دا چې حکومت او ولسشمر کرزی یې په اړه په خپل سر پریکړه وکړي.

ایا ښاغلی کرزی سبا د دې کار د احتمالي ناوړه پایلو مسوولیت اخیستی شي؟ ایا ولسمشر کرزي د خپلو ځواکونو پر وړتیا هم فکر کړی دی که نه؟

زما ویره دا ده چې کیدی شي په دې سره د طالبانو راستنیدو ته لار اواره شي او هغه څه چې موږ په تیرو لسو کلونو کې په خوارۍ ګتلي بیرته له لاسه ووځي . )

دغې اندېښنې ته د ناټو د استازي ځواب دا وو چې د مسوولیتونو دانتقال دغه بهیر به په تلوار نه ، بلکه په غور سره تر سره شي.

ده وويل ((‎‎ د افغانستان لپاره زموږ پیغام دا دی چې موږ به د بل ځل لپاره دې هیواد ته شا نه اړوو. موږ یو ځل دغه تجربه تیره کړې او دهغې پایلې مو لیدلي دي .

د همدې لپاره تیر کال افغان ولسمشر او د ناټو سرمنشي په لزبون کې په خپلو کې د اوږد مهاله ستراتیژیکې همکارۍ تړون لاسلیک کړ.

د مسوولیتونو د انتقال په بهیرکې به هم د بیړې پر ځای له احتیاط نه کار اخیستل کیږي او افغان حکومت او ناټو به پرې په هر ګام کې له اقدام وړاندې په خپلو کې پوره سلا مشوره کوی.))

د بحث په پای کې د کابل پوهنتون محصلینو د یو بل د نظرونو د اوریدو په اړه د تلویزیوني پله دغه تجربه ګټوره ارزوله ، خو د ځینو نیوکه بیا دا وه چې بحث ته په بلل شویو محصلینو کې په جګړو او ناکراریو کې د ښکیلو سیمو د استازو پر ځای تر ډیره د کابل له ښاره ډیر محصلین وربلل شوي وو.

د بحث نوښتګر

دغه پروګرام په بريتانيا کې د افغانانو د شورا په نوښت جوړ شوی و.

ددغې شورا مشر فقير ميوند وايي دا د افغان محصلينو لپاره د امنيت، ښې حکومتولۍ او د ناټو او افغانستان تر منځ د اوږدمهالې ملګرتيا په تړاو د نظر څرګندولو يوه ښه فرصت و.

ښاغلی ميوند وايي دا ډېره اړينه ده، چې د افغان ځوانانو نظر په پام کې ونيول شي ځکه دوی د افغاني ټولنې لوی اکثريت دي.