افغان ځواکونو ته د امنیت سپارلو بهیر و ارزول شو

Image caption چارواکي د دې غونډې هدف افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د مسوولیت سپارلو د بهیر جاج اخیستل په ګوته کوي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال ډیویډ پټریوس وایي ، په غونډه کې مطرح شوي وړاندیزونه به د ناټو عمومي مشر انرس فو راسموسین او افغان ولسمشر حامد کرزي ته وړاندې کوي.

ټاکل شوې تر 2014 میلادي کاله په بشپړه توګه د امنیتي چارو مسوولیت په دغه هیواد کې افغان ځواکونو ته وروسپارل شي ، خو نړیواله ټولنه وایي تر دې نیټې وروسته به هم افغانستان یواځې نه پریږدي .

چارواکي د دې غونډې هدف افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د مسوولیت سپارلو د بهیر جاج اخیستل په ګوته کوي.

که څه هم په کابل کې د لوړ پوړو افغان چارواکو او د نړیوالې ټولنې د استازو غونډه د تړلو دروازو ترشا روانه وه، خو رسینو ته یې د ناستې په لومړي پړاو کې د ګډون اجازه ورکړل شوه.

د افغان ولسمشر حامد کرزي ستر سلاکار او د امنيتي چارو د لیږد د بهیر مشر اشرف غني احمدزي وویل د افغان حکومت هڅه دا ده چې د امنیتي چارو د مسوولیت اخیستو وروسته هم له نړیوالې ټولنې سره د تیر په څیر خپل اړیکي وپالي او پیاړي یې وساتي.

ښاغلی احمدزی وايي : ((د لیږد بهیر یو تنظم کړل شوی بهیر دی نه یو ناڅاپي بهیر.

د لیږد په چارچوکاټ کې به له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له امریکا او ناټو سره د افغانستان اړیکي ټینګښت مومي.

د دغو اړیکي ټینګښت زموږ د سترو ملی ګټو یوه برخه ده. او په دې برخه کې باید ډاډه اوسو چې موږ به په ګډې همکارۍ او پوره تدبیره ګام په ګام پرمخ ولاړ شو.))

ټاکل شوې د راتلونکې لمریز کال له پیل سره سم افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د مسوولیت سپارلو بهیر پیل شي ، خو تر دې وړاندې ځینې داسې اندیښنې راټوکیدلې چې وایي افغان ځواکونه هغه شان چې لازمه ده په پرمختللو تجهیزاتو سمبال نه دي.

د دې تر څنګ د روزنې بهیر یې هم کمزوری په ګوته کیږي ، خو سره له دې هم په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډیویډ پېټریوس وایي په افغانستان کې د امنیتي برخې پرمختګونه د پام وړ دی.

ده وویل : ‎(( دغه ناسته د افغانستان د پرمختګ د دوام لپاره ډیره مهمه ده. دغه ناسته د دې زمینه برابروي چې موږ خپل وړاندیزونه د ناټو چارواکو او همدارنګه ولسمشر حامد کرزي ته وړاندې کړو.

زه باور لرم چې وروستی اعلان به په حقیقت کې پر دغه واقعیت باندې ټینګار وکړي. هغه شان چې زموږ ګډې هڅې په افغانستان کې روانې دي، نه یواځې د امنیت په برخه کې بلکې په نورو برخو کې به هم پرمختګونه وشي.))

د غونډې بل ګډونوال د افغانستان لپاره د ناټو ملکی استازی مارک سیډول و چې له دغه هیواد سره یې د نړیوالې ټولنې پر اوږد مهاله همکاری ټینګار وکړ او افغان امنیتي ځواکونو ته یې د امنیتي چارو د واګو سپارل د یوه نوي پړاو پیل په ګوته کړ.

ښاغلي سېډوېل وویل : (( د دغې پروګرام پلي کیدل به ننګونکي وي. سختې ورځې په وړاندې دي.

خو دا د یوه نوي پړاو پیل دی چې تر 2014 کاله زموږ اهداف او ترڅنګ یې له دغې نیټې وروسته هم د افغانتسان او ناټو او په ټوله کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ اوږده مهال همکاري په کې رانغاړي.))

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازي هم ټینګار وکړ چې افغان ځواکونو ته د چارو د مسوولیت سپارل په دې مانا نه دي چې نړیواله ټولنه به افغانستان له یادې مودې وروسته یواځې پریږدي.

دی وايي : (( ملګري ملتونه زموږ ستاسو ټولواستازیتوب کوي او افغانستان د ملګرو ملتونو مهم غړی دی.

افغانستان به له 2014 کال وروسته د چارو مشري پر خپله غاړه واخلي ، خو زه یو ځل بیا د دې خبرې تکرارول غواړم چې نړیواله ټولنه د دې یقیني کول غواړي چې له 2014 کال وروسته به هم افغانستان یواځې نه وي.))

دا چې په غونډه کې د تړلو ورو ترشا څه تیرشوي تراوسه په ډاګه نه ده خو، تر دې وړاندې افغان چارواکو په بیا بیا ویلي چې تر 2014 میلادی کاله به یې ځواکونه د دې جوګه وي چې په یوازې سر په هیواد کې امنیت خوندي کړي.

خو شرط یې دا ايښی چې افغان ځواکونه اړينه روزنه ترلاسه کړي او په پرمختللو وسلو او تجهیزاتو سمبال شي.