کابل ښاروالي د ښار د سمسورتيا لپاره پراخ پروګرام پيلوي

کابل ښار

د پلازمېنې کابل نفوس دا مهال تر پخوانۍ اټکل شوې کچې څو برابره زيات شوی دی .

د نفوسو زياتوالي له يوې خوا، او بلې خوا د ښار د پاکوالي د سيسټم او کاناليزسيون نشتوالی ددې لامل شوی چې د ښار بڼه ورځ تر بلې خرابېږي.

کابل ښاروالي اوس وايي هڅې يې پيل کړې چې د يوې پراخ پروګرام په ترڅ کې ښار پاک او بڼه يې بېرته ورښکلې کړي.

کابل ښاروال محمديونس نواندېش د دغه پروګرام پر اغېزمنتيا باندې سر له اوسه باوري دی او وايي ډاډه دی چې د ښار بڼه بدله کړي.

په ښار کې د سړکونو قير کول، پر سړکونو باندې د برېښنا ستنې او څراغونه درول، د اوبو د ويالو پاکول او له ښاره د خاورو خځولو ايستل ددغه پروګرام برخې دي.

خو ښاغلی نو اندېش وايي ددغه پروګرام تر ټولو لويه برخه په ښار کې د نيالګيو کرل او دشنو سيمو او چمنونو زياتول دي چې ورسره به د ښار هوا هم پاکه شي.

نوموړی وايي ددغه پروګرام په عملي کولو کې خصوصي سکټور ورته د مرستې ټټر ډبولی دی:

((موږ يو شمېر پارکونه په پلان کې لرو چې د ځينو د جوړولو کار به خصوصي سکتور ته وسپارو ،د کرنې له وزير سره مو هم پر يو شمېر ځمکو موافقه کړې.

همدا چې مراحل يې خلاص شي،هڅه مو دا ده چې خصوصي سکتور د پارکونو د جوړولو په بهير کې ور ګډ کړو.))

ښاغلي نواندېش پر کابل ښاريانو هم غږ وکړ چې هر څوک دې يو يادوه نيالګي وکري او د ښار په ښکار او شنه کولو کې دې ونډه واخلي.

د تېرو نژدې دېرشو کلونو په ترڅ کې دکابل ښار د شنو سيمو يوه زياته برخه کې کورنه جوړ شوي دي او په ښار کې ډېرې ونې چې د هوا په پاکوالي کې مهم رول لري غوڅې شوې دي.

دا مهال کابل د نفوسو دز ياتوالي، د ګاډو د ګڼې ګوڼې او د شنو سيمو او چمنونو د نشتوالي له کبله د نړۍ تر ټولو چټله پلازمېنه بلل کېږي او د کارپوهانو په وينا دغلته د چاپېريال ساتنې لپاره بېړنيو او جدي ګامونو ته اړتيا لري.

په تېرو څو کلونو کې د ښار په بېلا بېلو برخو کې زرګونه نيالګي وکرل شول خو بېرته د نه پاملرنې له کبله وچ او يا مات شول .

اوس خلک وايي چې کابل ښاروالي بايد د نويو کرل کېدونکو نيالګيو ساتنې ته جدي او ډېر پام وکړي.

خوکابل ښاروالي وايي په دې برخه کې د خلکو مرستې ته اړتيا لري او هغوی هم بايد دوی ته ور نژدې نيالګي وساتي.