په عربي نړۍ کې د تاوتريخوالي بهير روان دی

لېبيايان د انځور حقوق Reuters

له دې سره سره چې د لېبيا د تريپولي ښار په نورو برخو کې نوې نښتې شوې خو داسې ښکاري چې د ښار د مرکزي برخې بشپړ کنټرول لا هم د معمر قذافي په لاس کې دی.

عيني شاهدان وايي د دولت ملاتړې ملېشې د خلکو پر هغو ډلو ډزې کړې چې د جمعې تر لمانځه وروسته کوڅو ته راوتلي ول .

د راپورونو له مخې په دغو نښتو کې لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي دي .

ولسمشر قذافي په يوه مرکزي څلورلارې کې پر خپلو پلويانو غږ وکړ چې د ده په وينا له دښمنانو سره مقابله وکړي: ((د لېبيا دفاع ته ځانونه چمتو کړیء ، چمتو شیء، د لېبيا له بنسټونو او نفتو څخه دفاع وکړیء.

چمتو شیء د لېبيا د خپلواکۍ او پرتم دفاع وکړیء، زه په طرابليس کې د خلکو په منځ کې يم. موږ کولای شو چې د خلکو د پياوړې او ځواکمنې ارادې په مرسته هر ډول بريد او تاوتريخوالی له منځه يوسو.

که اړتيا پيدا شي نو د وسلو د ټولو زېرمو دروازې پرانستل کېدای شي، چې ټول لېبيايان وسلوال شي.))

په ملگرو ملتونو کې د لېبيا سفير عبدالرحمان شلغم د معمر قذافي ملاتړ يوازې له هغه څو ورځې وروسته پرې ايښى چې ورته معلومه شوې وه، حکومتي ځواکونو په ولسي خلکو ډزې کړيدي .

ښاغلي شلغم د ملگرو ملتونو له امنيت له شورا په ټينگه غوښتي چې د هغه په ټکو د ښاغلي قذافي د بېرحميو پر وړاندې گام پورته کړي .

هغه وويل چې د لېبيا پلاوى له شورا غواړي چې غوڅ ، چټک او زړور پرېکړه ليک صادر کړي .

ملګري ملتونه

په داسې حال کې چې ملګري ملتونه په لېبيا کې د وينو تويولو په ځواب کې پر نورو غبرګونونو غور کوي امريکا پر دغه هېواد بنديزونه لګولي دي .

ولسمشر اوباما ويلي د معمر قذافي نړيوال اصول تر پښو لاندې کړي دي.

ښاغلي اوباما وويل ددغو بنديزونو په پايله کې به د لېبيا د خلکو ګټو ته په پام سره د معمر قذافي او د هغه کورنۍ شتمنۍ په نښه کېږي.

د انځور حقوق AP

بريتانيا او فرانسې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته يوه مسوده ترتيب کړې چې په ترڅ کې يې پر لېبيا باندې د وسلو د بنديز او د ډګروال قذافي او نورو لېبيايي حکومتي مشرانو دشتمنيو د کنګل کېدو غوښتنه کړې ده .

نوره عربي نړۍ

په همدې حال کې د لېبيا تر څنګ په ټوله عربي نړۍ کې پراخ لاريونونه روان دي .

په عراق کې چې معترضانو د اعتراض اصلي ټکي فساد او اقتصادي ستونزې وې، له پوليسو سره يې په نښتو کې لږ تر لږه يوولس تنه وژل شوي دي .

ټونس هم بيا د لسګونه زره کسانو د لاريونو شاهد و چې د ولسمشر بني علي له تېښتې وروسته رامنځته شوي انتقالي حکومت استعفا يې غوښته.

چارواکو په بغداد کې د ټرافيک پر تګ راتګ محدوديت لگولى او زرگونه پوليس يې د ښار په واټونو کې گمارلي چې د حکومت پر ضد له را پورته شويو لاريون سره د خلکو د يوځاى کېدو مخه ونيسي . سلگونه لاريون کونکي د بغداد په اصلي لويه څلور لارې کې را غونډ شوي دي . پردې سر بېره د عراق په څو نورو ښارونو کې هم د حکومت پر ضد لاريونونه شوي دي .

پوځيانو د پلازمينې مرکز ته ټول ور غځېدلي سړکونه تړلي او هڅه کوي دغوسې د ښولو په نوم د نومول شوي ورځې پرمهال د لاريونکونو د پلان د عملي کيدو مخه ونيسي .

هېڅ موټر ته اجازه نه وه چې د ښار زړه ته ورشي.

خو له دې ټولو محدوديتونو او خنډونو سره سره څو زره کسانو د بغداد د تحرير يا ازادۍ په ډگر کې د فساد په شته والي او دعامه خدماتو پر کموالي والي خپل اعتراض څرگند کړ.

لاريون کونکو د انقلاب نه، بلکې د اصلاحاتو نارې وهلې، خو د واکمن حکومت د جوړېدو يوازې يو کال تېر شوى او د عراق ټولې اصلي ډلې پکې شاملې دي .

د انځور حقوق BBC World Service

د لاريون کونکو او د لاريون کابو کوونکو پوليسو ترمنځ هغه مهال شخړې را پورته شوې چې پوليسو اوښکې بهونکى گاز وکاروو او د لاريونو د خورولو لپاره يې هوايي ډزې وکړې .

خو له بغداده دباندې لاريونونو کې تاوتريخوالى زيات وو . يو شمېر کسان له پوليسو سره په شخړو کې وژل شوي او پر يو شمېر حکومتي ودانيو هم بريدونه شويدي.

بحرين د تاوتريخوالي په درشل کې

بلخوا لسگونه زره خلک د بحرين په پلازمينې منامه کې را غونډ شوي ول او د سياسي اصلاحاتو غوښتنه يې کوله .

دا ١٢مه، ورځ ده، چې لاريون کونکي له حکومته خپلې غوښتنې مطرح کوي . د لاريون پر مهال پر سړکونو د پوځيانو او پوليسو نښې نښانې نه ليدل کېدې.

حکومت وايي مذاکراتو او جوړ جاړي ته تيار دی.

په منامه کې د بي بي سي خبريال وايي لاريون کونکو له واکه د شاهي کورنۍ د لېرې کېدو غوښتنه کوله .

دمرغلرې په نوم څلور لارې کې لاريون کونکو خيمې درولې او وايي چې د هېواد د ټولو کليو استازيتوب کوي .

د خلکو په نورو ډلو کې ځانگړې ډلگۍ لکه ښونکي ، ډاکټران او هنر مندان هم شته . ډېر لاريون کونکي پخپلو کې د وړيا خوراکي توکو په برابرولو بوخت دي او د امنيتي ځواکونو په نشتون کې په داوطلبه توګه کسان د خلکو لپاره د امنيتي چارو د تنظيم لارښونه کوي .

په دغه ډگر کې ځينو ويل چې د دوى د غوښتنو تر منل کېدو به دغلته پاتي کېږي . ځينې نور په دې باور دي چې خبرې اترې او جوړ جاړى امکان لري.

څپڅپانده تونس

بله خوا په تونس کې لسگونه زره لاريونکونکي را غونډ شوي او د اوسني واکمن نظام د له منځه تلو غوښتنه کوي چې له تېرې مياشتې را هيسې د پخواني ولسمشر بن علي له لېرې کېدو راهيسې يې چارې پر غاړه دي .

د انځور حقوق AFP

لاريونکوونکو نارې وهلې چې پر حکومت شرمېږي او محمد الغنوشې دې واک خوشې کړي .

لاريونکونکي د کورنيو چارو د وزارت مخې ته را غونډ شوي ول.

پوليسو د خبرداري ډزې کړې او د لاريونکونو د خورولو لپاره يې اوښلن گاز کارولى دی خو د چا د ټپي کېدو راپور نه دى ورکړل شوى.

خو حکومت د لاريون کونکو د غوښتنو په ځواب کې اعلان وکړ، چې د جولاى په نيمايي کې به ټاکنې تر سره شي .

تر اوسه دا نه ده معلومه چې دا به د ولسمشرۍ او که د پارلمان ټاکنې وي، خو حکومت وايي له مخالفو دلو سره به د مارچ تر نيمايي پورې د ټاکنو په اړه خبرې اترې بشپړې کړي .

اردون، وروستي مخالفتونه

په بل عربي هېواد، اردن کې پوليس وايي ٦ زره اردنيانو د پېاوړې مخالفې اسلامپالې ډلې د غړو په گډون سړکونو ته راوتلي ول.

دوى بيرغونه ښورول او د بدلون نارې يې وهلې .

دغه ډيموکراسي پلوي مظاهرې له تېرو اتو اونيو را هيسې روانې د ي او د خلکو ترمنځ د تېرې اونۍ په څېر د تاوتريخوالي د بيا پېښېدو وېره را پورته شوې.

٣ زره پوليس د ښار په مرکز کې گمارل شوي، چې حالت ارام وساتي. لاريون کونکي د تاوتريخوالي د له منځه تلو او په کور دننه د پراخو سيا سي او اقتصادي بدلونو نو د راتلو غوښتنې کوي .

پر همدې مهال ځينو د لېبيا د لاريونکونکو د ملاتړ نارې هم وهلې .