خوست: د ماين چاودنې نهه ولسي وګړي ووژل

خوست
Image caption خوست د افغانستان په سوېل کې پروت ولايت دی چې په دې وروستيو کې يو نا ارام شوی دی.

د سوېلي ولايت خوست سيمه ييز چارواکي وايي دغلته د سړک غاړې يا شلخي ماين په يوه چاودنه کې لږ تر لږه نهه ولسي وګړي وژل شوي دي .

ماين د خوست د مرکز اړونده لکڼ سيمه کې د ولسي وګړو پر د سپرلۍ په ګاډي چاودېدلی دی.

د خوست د پوليسو يوه چارواکي محمديعقوب بي بي سي ته وويل په قربانيانو کې څلور ماشومان او درې مېرمنې دي.

تر دې مهاله پورې هېچا د پېښې مسوليت نه دی منلی.

د خوست وروستۍ نا ارامۍ

په خوست کې د فيبروري پر اتلسمه، د پوليسو پر يوه پوسته شوي ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه د دوو پوليسو په ګډون يوولس تنه ووژل شول.

د پوليسو سيمه ييز مشران وايي پوليس تر چاودنې مخکې پر دغه ګاډي شمکن شوي ول او هغه ته يې د درېدو ويلي ول خو چلوونکی له چاودېدونکو توکو ډک ګاډی چوولی دی.

دپوليسو دغه پوسته د ښار له ګڼې ګوڼې يوې ډکې سيمه کې ده چې نژدې کورنه او هټۍ د چاودنې له کبله ويجاړې شوې دي .

په بريد کې لږ تر لږه دېرش تنه نور ټپيان شوي چې ډېر يې ولسي وګړي دي .

طالبانو د بريد مسوليت منلی او ويلي يې دي چې په بريد کې يې ديارلس پوليس وژلي او پېنځه لس نور ټپيان کړي دي.

له بلې د ختيزولايت کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې کې د ايتلافي ځواکونو په هوايي بمبارۍ کې تر دېرش زيات وسلوال طالبان وژل شوي دي .

نړيوالو ځواکونو په يوه ويناپاڼه کې ويلي بريد د شپې مهال شوی چې څلور ساعته يې دوام درلود.

دوی وايي خپل هدف يې ښه په نښه کړی او له همدې کبله ولسي خلکو ته زيان نه دی اوښتی .

طالبانو تر اوسه پورې د دغې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.