د پامير هوايي شرکت د فعالیت جواز لغوه کېږي

داود علي نجفي

داود علي نجفي: ''د هوايي چلند د نړيوال قانون له مخې هر هوايي شرکت چې جعلي اسناد وړاندې کوي بايد د هغه په وړاندې جدي چلند وشي.او دغه قانوني چلند به موږ په راتلونکو څو ورځو کې وکړو. پاتې شوه د دغې مسالې جنايي برخه، هغه د افغانستان لويې څارنوالۍ ته استوو چې هغوی په دې اړه د قانون پر رڼا کې پرېکړه وکړي.''

افغان حکومت وايي د پامير د هوايي شرکت د فعاليت جواز لغوه کوي.

د ترانسپورت او هوايي چلند سرپرست وزير وايي په افغانستان کې د خصوصي هوايي شرکتونو د ارزونې په پايله کې ورته معلومه شوه چې لس مياشتې وړاندې د پا مير غورځېدلې الوتکې جواز جعلي وو .

د کابل په شمال کې د پامير هوايي کرښې د يوې الوتکې د لوېدو له پېښې کابو لس مياشتې وروسته افغان چارواکي وايي د دغې الوتکې توره بکسه يا معلوماتي ډبه په بشپړ ډول ويجاړه شوې او د پېښې د څېړنې لپاره ګمارل شوي پلاوي ونه شو کړی په کې ثبت شوي شواهد وارزوي.

خو سرپرست وزير داود علي نجفي وويل پلټنو يې ښوولې چې لوېدلې الوتکې د الوتنې قانوني جواز نه لاره او تور يې ولگاوه چې د ددغې الوتکي د الوت اسناد جعلي وو.

ښاغلي نجفي د دغه شرکت پر وړاندې د قانوني گام د اخيستو خبره وکړه چې په وينا يې له مخې به يې اول د شرکت د فعاليت جواز لغوه کړي:

''د هوايي چلند د نړيوال قانون له مخې هر هوايي شرکت چې جعلي اسناد وړاندې کوي بايد د هغه په وړاندې جدي چلند وشي.او دغه قانوني چلند به موږ په راتلونکو څو ورځو کې وکړو. پاتې شوه د دغې مسالې جنايي برخه، هغه د افغانستان لويې څارنوالۍ ته استوو چې هغوی په دې اړه د قانون پر رڼا کې پرېکړه وکړي.''

که شريعت را سره کوي، نو د سلو اوښانو له قراره دې پیسې راکړي، که د هوايي چلند د قوانينو له مخې يې راکوي ، هغه ۱۸ کيلو ګرامه سره زره ښيي د هغې له قراره دې حساب راکړي. که د بيمې له مخې يې راکوي ، نو هغه د سړي سر ۱۶۰ او ۱۴۰ زره ډالره ده هغه دې راکړي. حکومت او هوايي شرکت دې له دغو دريو نه يو ومني ، هر يو چې مني ، موږ ته د منلو ده.

طاهر یولداش

له کندوز نه کابل ته روانې دغې الوتکې له ۴۰ زياتې سپرلۍ لرلې چې له سالنګ سره نژدې د کابل په ۱۰۰کيلومترۍ کې د رادار له څپو وغړېده.

په پېښه کې د شپږ بهرنيانو په ګډون درست سپاره ووژل شول.

ددغه شرکت څو الوتکې له تېرو څو کلونو راهيسې د افغانستان د ننه او له افغانستان بهرنيو هېوادونو ته الوتنې کوي .

د پامير په لوېديلې الوتکې کې د وژل شويو خپل خپلوان وايي تر اوسه ورته د شرکت له لوري غرامت يا تاوان نه دی ورکړل شوی .

د طاهر يولداش په نوم يو کس چې وایی په دغه پېښه کې يې دوه زامن مړه شوي غواړي چې د هوايي چلند ه برخه کې د نړيوالو معيارونو سره برابر دې د پېښې قربانيانو ته تاوان ورکړل شي :

''که شريعت را سره کوي، نو د سلو اوښانو له قراره دې پیسې راکړي، که د هوايي چلند د قوانينو له مخې يې راکوي ، هغه ۱۸ کيلو ګرامه سره زره ښيي د هغې له قراره دې حساب راکړي. که د بيمې له مخې يې راکوي ، نو هغه د سړي سر ۱۶۰ او ۱۴۰ زره ډالره ده هغه دې راکړي. حکومت او هوايي شرکت دې له دغو دريو نه يو ومني ، هر يو چې مني ، موږ ته د منلو ده.''

پامير الوتکه

د پامير په لوېديلې الوتکې کې د وژل شويو خپل خپلوان وايي تر اوسه ورته د شرکت له لوري غرامت يا تاوان نه دی ورکړل شوی .

له دې ټولو سره سره د پامير هوايي کرښې د الوتکې لوېدو په افغانستان کې د الوتنو د مصوونيت په اړه يو لړ اندېښنې را وټوکولې او له همدې کبله همغه مهال افغان ولسمشر حامد کرزي د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ته لارښوونه وکړه چې په افغانستان کې د ټولو الوتکو ، له سره ارزونه وکړي.

تر دې وروسته افغان حکومت د کورنيو هوايي شرکتونو د انتونوف الوتکو پر الوتنو له دې امله بنديز ولګاوه چې زړې او په غرنيو سيمو کې خطرناکې دي.

په افغانستان کې تر پامير وړاندې د يوه بل هوا يي شرکت 'کام اير' يوه الوتکه هم د کابل په ختيځ کې را وغورځېده او په لسگونو تنه په کې ووژل شو.

خو دافغانستان د هوايي چلند وزارت وايي د ټولو هوايي شرکتونو او دهغوى د الوتکو ارزونه به تر سره کړي او که څه ناغيړي پکې موجوده وه، نو په شرکتونو به يې د الوتنو بنديز ولگوي.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .