طالبان: په غزني کې مو یو کاناډایی نیولی

طالبان د انځور حقوق Reuters
Image caption طالبان وايي چې نیول شوی کاناډایی 'جاسوس' و .

يو کاناډايی وګړې په افغانستان کې تری تم شوی.

د کاناډا دولت ويلي چې په افغانستان کې یې یو وګړی تری تم شوی دی .

وسله والو طالبانو ویلي د پلازمېنې کابل په سوېلي غزني ولایت کې یې یو کاناډایی وګړی نیولی دی .

دوی زیاتوي چې دغه کاناډایی "جاسوس" دی، خو د کاناډا دولت ویلي چې وګړی یې افغانستان ته د سیلانۍ په موخه تللی چې هلته تری تم شوی دی .

طالبان وايي چې ډېر ژر به د دغه نیول شوي کاناډايي وګړي وېديو خپره کړي .

د غزني ولايت چارواکي دا مني چې د دغه ولايت په اړونده سيمو کې يو کاناډايى تبعه لادرکه شوى خو وايي چې دغه کس دوه مياشتې وړاندې د کومې ډلې له خوا يرغمل شوى او په خبره يې دغه کس په دماغي ناروغۍ اخته و .

خو طالبان وايي چې دوى په دې وروستيو کې په غزني کې کاناډاېې اوسېدونکى 'رادفورد کولن' له يو لړ استخباراتي اسنادو سره يو ځاى لاس په لاس نيولى او په خبره يې نوموړي په غزني کې د استحباراتي مالوماتو د راټولولو دنده لرله .

د غزني والى محمد موسى اکبرزى وايي چې د دغه يرغمل شوي کس د موندلو هڅې يې پيل کړې دي .

شاوخوا یو کال وړاندې د کابل په شمال ختيځ کې د يوه فرانسوي تلوېزيوني اژانس دوه خبریالان تښتول شوي چې تر اوسه د تښتوونکو په لاس کې دي .

ورته مطالب