له پيټرېیاس سره د بي بي سي ځانګړې مرکه

پيټرېیاس او داود اعظمي
Image caption پيټرېیاس: ''موږ د همدې اوونۍ په پیل کې د انتقال د بهیر لپاره د افغان حکومت او ناټو د ګډې کمیټې یا بورډ غونډه درلوده . تاسو خبر لری چې ډاکټر اشرف غني د دغې کمیټې مشر دی او سفیر مارک سیډول او زه ورسره د مرستسیالانو په توګه کار کوو. دا یوه ښه غونډه وه .''

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس وايي د ولسي مرګ ژوبلې مساله جدي نیسي او په وروستیو کې یې د نړیوالو ځواکونو قومندانانو ته په دې اړه د اقداماتو امر کړی دی .

ښاغلی پيټرېیاس وايي، په داسې حال کې چې د طالبانو قومندانان له هېواده بهر په ارامو کورونو کې ناست دي، د تیلې فون له لارې خپلو ملاتړو ته لارښوونې کوي، اوس د جګړې په ډګر کې موجود طالب قومندانان دې پایلې ته رسېدلي چې جګړه د حل لار نه ده .

د ناټو عمومي قومندان د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د پاکستان رول رغنده بولي، خو ټينګار کوي چې پاکستان باید په دې اړه ډېر څه وکړي .

په کابل کې د بي بي سي دفتر مشر داود اعظمي د امریکايي او ناټو ځواکونو له عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس سره ځانګړې مرکه کړې ده، او په سر کې یې دا پوښتنه کړې چې کونړ ولایت کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه ځايي چارواکو ویلي چې څه باندې ۶۰ ملکي کسان د ناټو په بمبار کې ووژل شول، په دې اړه ستاسې موندنې څه دي ؟

ځواب: ډېر ښه، زموږ ویاند زموږ موندنې اعلان کړي او زه نه غواړم چې د مشخصو قضیو په تړاو خبرې وکړم .

اجازه راکړه ووایم، لومړی دا چې په داسې یوه حالت او داسې یوه ماموریت کې هر پوځي قومندان ولسي تلفات جدي نیسي، زه یې هم په شخصي ډول جدي نیسم ځګه په داسې یوه ماموریت کې چې تاسو غواړﺉ له خلکو سره مرسته وکړﺉ، د دې ځای نشته چې تاسوهغوی ته زیان ورسوﺉ .

ما یوه تکتیکي لارښوونه عملي کړې چې په رښتیا هم د ایساف او افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ولسي تلفاتو کچه یې راټيټه کړې ده .

ملګرو ملتونو اوس دا خبره درک کړې چې د ولسي تلفاتو شاوخوا ۷۵ فیصده د ترهګریزو فعالیتونو له کبله رامنځ ته کېږي نه د افغان او ایساف ځواکونو په فعالیتونو کې .

ما په دې وروستیو کې په دې تړاو خپل جدیت بیا تکرار کړ، د ایساف هر قومندان ته مې سپارښتنه کړې چې دغه تاکتيکي لارښوونې د قومندانۍ له نورو غړو او په ځينو برخو کې د څرخي الوتکو له پیلوټانو سره هم شریکې کړي .

هغه تاکتيکي لارښوونې چې تېر کال خپرې شوې په رښتیا هم د ملکي تلفاتو کچه یې را ټيټه کړه، په دې ډول کولی شي تر وروستي بریده د ولسي تلفاتو مخنیوی وکړو .

پوښتنه: خو د ملکي خلکو په مرګ ژوبله کې لږوالی په ظاهره د افغان چارواکو لپاره د منلو وړ نه ده، دا کافي نه بولي ایا تاسې ته د هغې بدنامۍ يا بد شهرت احساس شته چې له دې کبله بهرنیو ځواکونو ته اوړي او یا هم ددغسې ملکي مرګ ژوبلې له کبله د خلکو د زړونو او ذهنونو د له لاسه ورکولو احساس کوﺉ؟

ځواب: زما په څېر له ترهګرۍ سره د مبارزې هر قومندان د ولسي تلفاتو له اړخه ډېر حساس وي او د خپلو ټولو امکاناتو په کارولو د ولسي تلفاتو د مخنیوي هڅه کوي . له بده مرغه د جګړه يیزو عملیاتو پرمهال ولسي تلفات رامنځ ته کېږي، دا زموږ دنده ده چې د هر بشري ځواک په کارولو چې کیږي ولسي تلفات کم کړو .

دا هغه څه دي چې زموږ ځواکونه یې د ترسره کولو هڅه کوي، اوس د بشري حقونو ډلې او ملګري ملتونه پوه شوي چې موږ په دغه برخه کې کار کړی او دغه کار روان ساتو .

لکه څنګه چې مې وړاندې وویل، په دغه برخه کې تر ټولو وروستی ابتکار دا دی چې خپلو ټولو قومندانانو ته مو لارښوونه کړې، چې د ولسي تلفاتو د مخنیوي په موخه هغه تاکتیکي لارښوونې ته چې دوی ته مې سپارلې، وارزوي .

پوښتنه: موږ چې کله د افغانستان په ببېلو سیمو کې له خلکو سره خبرې کوو، هغه موږ ته وايي چې بهرني ځواکونه کېمرې لري، دوی له اسمانه هرڅه ويني، دوی یو کوچنی، یوه ښځه او یو لوی سړی سره پېژندلای شي، نو بیا ولې دا بیا بیا پېښېږي، دا هغه څه دي چې دوی یې پوښتنه کوي؟

ځواب: شرایط داسې دي چې عملآ جګړه روانه ده، داسې شرایط دي چې پر ناټو او افغان ځواکونو برید کیږي او هغوی د ځان د ساتلو د هڅو په لړ کې په لاس کې د شته هرې وسيلې نه کار اخلي، هغوی هڅه کوي چې له ټولو هوايي او ځمکنیو ځواکونو سره په تماس کې وي.

یو وارې بیا په ټېنګار سره وایم زموږ هڅه دا ده چې د خپلو سرتیرو او ولسي خلکو د سر ساتنه وکړو. هغوی چې ډېر ولسيان یې وژلي رښتیا هم چې ترهګر دي .

هغوی په تېره اوونۍ کې پر یوه بانک برید وکړ، زه ډاډه یم چې تاسو به هم دغه ویډیو لیدلې وي چې زړه بوږنوونکې صحنې لري .

دوی بیا د وزلوبې پر یوې سیالۍ برید وکړ، د دغو بریدونو موخې څه دي؟ زما په باور اوس د اورپکو مشران هم متوجه شوي چې په دغو کارونو سره خپل تحریک ته هم زیان رسوي، دوی خپلې کړنلاري ماتوي، موږ پوه یو چې ملا عمر خپلو کسانو ته څه ډول سپارښتنه کړې وه خو اوس دوی رښتیا هم د خپلو خبرو خلاف کړنې ترسره کوي، ان دیني مشرانو هم دغه کارونه غیر اسلامي وبلل .

بناءً، موږ د ولسي تلفاتو د کچې د کمولو په برخه کې کلک هوډ لرو، او په دې تړاوو مو پام وړ لاس ته راوړنې هم درلودې، په ځانګړي ډول که تاسو پام وکړﺉ د تېر کال پرتله اوس تر ۱۱۰ زره ډېر ځواکونه فعالیت کوي چې تر ډېره یې یرغلیز چلند لري .

موږ هڅه کړې هغه سېمې چې پنځه یا شپږ کاله وړاندې د طالبانو په لاس کې وې، بېرته ترې ونېسو، لکه پنجوايي، ارغنداب، شاه ولي کوټ، خاکریز او دغه راز یو شمېر نورې سيمې چې د هلمند په ګاونډ کې دي .

پوښتنه: تاسې د پټن ځایونو یا پناګاه وو یادونه وکړه، د پناګاه وو خبره په ځانګړې توګه په پاکستان کې د اورپکو د پناه ګاوو خبره په افغانستان کې د ډېرو لپاره د اندېښنې وړ ده، د افغانستان د استخباراتو اداره وايي چې په افغانستان کې په سلو کې ۹۰ ځانمرګي برید کوونکي د پاکستان له پټن ځایونو خه راځي، همدا راز ولسمشر کرزی او نور افغان چارواکي په پرله پسې دا غوښتنه کوي چې امریکايي یا ناټو ځواکونه باید د دغو پټن ځایونو په اړه یو څه وکړي، ایا تاسې فکر کوﺉ چې په افغانستان کې به دغه ماموریت په پاکستان کې د پټن ځآیونو د سمې چارې کولو پرته بریالی شي؟

ځواب: تر هرڅه وړاندې باید دا ووایم چې په پاکستان کې هم اورپکي شته او دغه هېواد یې په وړاندې مبارزه کوي، د پاکستاني طالبانو تحریک، ټي ان اس ام او د پنجاب طالبان او داسې نور چې دوه کاله وړاندې یې د پاکستان د بقا بنسټ له ګواښ سره مخ کړی و .

هغوی په رښتیا هم چې د دغو ډلو ټپلو سره له کلکې مبارزې سره مخامخ ول، هغو د خیبر پښتونخوا کنترول بیرته ترلاسه کړ او په باجوړ، مهمند او جنوبي وزیرستان کې یې سخت عملیات وکړل .

د ډېرو کارونو د ترسره کولو اړتیا لیدل کیږي، د پاکستان، افغانستان او ایساف ترمنځ همغږي موجوده ده چې په دواړوو خواوو کې پوځي عملیات همغاړي شي .

زموږ نه مخکې پاکستان دې ته متوجه دی چې باید ډېر کارونه وکړي،هلته یو شمیر سازمانونه شته چې ستونزې جوړولی شي .

په رښتیا هم دغو سازمانونو ته په تېرو عملیاتو کې دروند ګوزار ورکړل شوی خو بیا هم د ډېرو کارونو د ترسره کولو اړیتا لېدل کیږي .

پوښتنه: ایا تاسې نور څه کولای شئ ، ایا تاسې او د ناټو نور غړي هېوادوه په دې لړ کې نورڅه کولای شي؟ څکه پاکستان خو وايي چې نور ډېر څه نه شي کولای؟

ځواب: د ایساف ماموریت په افغانستان کې دی او دا هغه څه دي چې ناټو او د ملګرو ملتونو سازمان پرې هوکړه کړې ده، خو افغانستان له پاکستان نه غوښتي چې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزې په برخه کې ډېر څه وکړي .

دغه راز هغه هېوادونه چې افغانستان ته سرتیري استوي دغلته د امنیتي ننګونو د کمولو په برخه کې د ممکنه ګامونو د اوچتولو په تړاوو یې هم له پاکستاني چارواکو سره هر اړخیزې خبرې کړي دي .

په وروستیو څو کلونو کې د ډیورنډ د کرښې دواړو خواوو کې د یو شمیر ډلو ترمنځ تماسونه ټېنګ شوي او دغه مسله ماته حېرانونکې نده،خو زه غوره بولم چې افغان چارواکي په خپله په خپل استازیتوب خبرې وکړي.

پوښتنه: افغان چارواکي وايي چې د پاکستان په پوځي دستګاه کې ځینې عناصر له ځینو اورپکو ډلو سره تماسونه يا تړاو لري، ایا تاسې دا منئ ؟

ځواب: زه دغه جمله په اوسنيو حالاتو پورې تړلې بولم،په دې مانا چې په اوسنیو حالاتو کې بریدونه موجود دي، او لوی بریدونه د افغان ځواکونو عملیات دي.

په داسې حال کې چې د ایساف ځواکونو په شمیر کې دیرش،څلوېښت زره زیاتوالی راغلی، خو په تېر یوه کال کې د افغان ځواکونو شمېر له ۷۰ زرو ډېر شوی او هیلمن یم دغه بهیر همداسې روان وي .

په دغه موده کې د امنیتي ځواکونو د لاس ته راوړنو په تړاوو هېڅ سوال نه پیدا کیږي،د دغو لاس ته راوړنو د لیدلو لپاره تاسو باید د هملند ولایت یو شمیر هغوو سیمو ته ولاړ شی چې وړاندې د طالبانو په لاس کې وې،تاسو به هلته ووینی چې د مارجې په ولسوالۍ کې ډېر ښوونځي پرانیستل شوي او دغه راز د هلمند په ډېرو نورو برخو کې .

او په دې تړاوو هم هېڅ سوال نه پیدا کیږي چې جنګ روان دی او دغه مسله باید حیرانونکې نه وي،ما په وار وار ویلي چې د حالت تر ښه کېدو وړاندې ښايي شرایط لا پسې سخت شي.

یوازې په تېر یوه کال کې تر سلو زرو ډېر افغان او د ایساف ځواکونو عملآ ډګر ته ور ودانګل او هغه سېمې چې اورپکو ته ډېرې مهمې وې بېرته ترې ونېولې،وروسته مو د پلازمېنې شاوخوا امنیتي ګواښونه له منځه یوړل .

دا مساله د وړاندوېنې وړ ده چې دښمن عکس العمل ښي، ډاډه یم اورپکي به هڅه کوي، چې د حالاتو کنټرول چې څو کاله وړاندې یې په لاس کې و بېرته واخلي .

پوښتنه: په افغانستان کې ځواکونه ډېر کړل شول، په زرګونه نور امریکايي پوځيان افغانستان ته راغلل، خو جګړه ورسره لږنه شوه، تاسې خپله د دغو پوځيانو ډېروالی چې په تېر ۲۰۱۰ کال کې راغلل، تاثیر یا اغېز څنګه ګڼئ ؟

ځواب: زه دا خبره ننګومه، زما په باورکه تاسو بغلان او کندز ته ولاړ شي وبه ویني چې دوی دغلته سيمې له لاسه ورکړي، دوی دغه راز په بادغیس کې هم سيمې له لاسه ورکړي .

موږ نشو ویلی چې دوی لا هم په یو شمیر سېمو ته د لاسرسي او تګ راتګ ازادي نلري، دغه راز نشو ویلي چې دوی د هغوو سيمو بېرته نیول نغواړي چې په تېرو څو میاشتو کې یې له لاسه ورکړيدي،زما په باور د دغو ټولو کارونه اټکل کېدی شي .

خو هغوی باید په دې پوه شي چې افغان او ایساف ځواکونه دا پراخه وړتیا لري چې، هغوی په نښه کړي، او دغه راز له نورو سېمو یې هم وشړي او د تېرو څو میاشتو لاس ته راوړنې وساتي.

پوښتنه: موږ د افغانستان کلو ته ځو او هلته له کلیوالو سره خبرې کوو ځینې یې موږ ته وايي چې نړیوال ځواکونه ولې د افغانستان پولې نه ټینګوي، په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ پولې خبره کوي، يعنې بهرني ځواکونه ولې د دې انتظار وباسي چې وسله وال مخالفین د افغانستان کلیو او ښارونو ته راشي او دلته جګړه ورسره وکړي، ولې یې هلته پر پوله لانه کنټرولوي ؟

ځواب: ډېرښه، دا یوه ډېره ښه پوښتنه ده، رښتیا په ځېنو سرحدي برخو کې دا هڅې شوي چې د اورپکو مخنیوی وکړي خو په ځېنو نورو برخو کې بیا دا کار عملی ندی ځګه چې سلګونه کیلومتره سرحد او دښتې وي .

په هغوو سرحدي سیمو کې چې امکان لري چې افغان او ایساف ځواکونه تللي او هلته یې مرکزونه جوړ کړي خو په هغو ځایونو کې چې امکان نلري د سرحد په لیري واټن کې یې پوسته جوړه کړې ده .

پوښتنه: د امریکا د لسګونو زرو نورو پوځيانو د رالېږلو اصلي هدف دا وو چې په جګړه کې برلاسي ترلاسه کړل شي، ایا تاسې فکر کوﺉ چې اوس مو دغه برلاسی ترلاسه کړی دی ؟

ځواب: ډېر ښه، لکه څنګه چې ما د لیزبین په مهمه غونډه کې رپورټ وړاندې کړ،چې له افغانستان سره ټولو مرسته کوونکو هېوادونوتاید کړ،او ټولو د ۲۰۱۴ کال په پای کې په تدریجي ډول افغان ځواکونو ته د مسوولیتونو د سپارلو په تړاوو د ولسمشر کرزي د اهدافو په وړاندې ژمنتیا وښوده .

په لیزبون کې چې ما خپله ارزونه وړاندې کړه دا وه، چې موږ د هېواد په ډېرو برخو کې لاس ته راوړنې درودلې او د هېواد له یو شمیر مهمو سېمو نه موپه شاکړيدي.

باید د دغولاس ته راوړنو ساتنه وشي او د دغو لاس ته راوړنو د ساتلو لپاره باید یوه دوامداره ژمنه موجوده وي چې زما په باور د لیزبون په غونډه کې پرې هوکړه وشوه، طالبان اوس هم په شاتنبول کیدی شي.

پوښتنه: وسله وال طالبان له سلګونه زرو افغان او بهرنیو امنيتي ځواکونو سره جنګېږي، پوښتنه دا ده چې دوی څومره زورور دي، د دوی زور څومره دی ؟

ځواب: په دې اړه بېلې شمېرې دي، دا په دې پورې اړه لري چې د موسمي جګړي هغه لوړ پړاوو دی، خو داسې ښکاري چې د دوی شمېر لږ شوی دی، د بیا پخلاينې د هغې پروسې په نتیجه کې چې تاسو یې په اړه لیکنې کړي دي .

لکه څرنګه چې د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګېټس ویلي دي چې که طالبان داسې فکر کوي چې د ۲۰۱۱ کال په دوبي کې به زیات شمېر امریکايي ځواکونه له افغانستان نه ووځي، نو د دوې دا ارمان به ښايي پوره نه شي .

د دې پر ځای چې په دغه بحث کې ښکېل شو چې د دوی د زور په اړه اټکلونه وشي دا مهمه ده چې دوی په تېرو څو میاشتو کې د یو شمېر مهمو سیمو کنټرول له لاسه ورکړی دی او دا هغه څه دي چې افغان او بهرني ځواکونه به یې هلته خپل کنټرول ټېنګوي، او د کنټرول دغه ساحه نوره هم پراخه کړي که څه هم له وړاندوينې سره سم به طالبان بیا د جګړې هڅه کوي .

پوښتنه: تاسې دغه را روان پسرلی څنګه وینئ ، ځکه موږ راپورونه ترلاسه کوو چې وسله وال طالبان هم د افغانستان په ځينو برخو کې د بریدونو د یوې لویې لړۍ چمتووالی نیسي، تاسې ته دغه پسرلی څنګه ښکاري ؟

ځواب: په حقیقت کې،طالبان هڅه کوي چې په افغانستان کې په ژمي کې خپل جنګیالي فعال وساتي، په ځېنو برخو کې دغه کار ګډه نتیجه هم ورکړې ده .

د مطبوعاتو د رپوټونو له مخې د طالبانو د مشرانو په منځ کې یو شمیر ستونزې را ولاړې شوي، یو شمیر یې ستړي شوي هغوي دروند ګوزار خوړلی او غواړي د څه وخت لپاره ارام کیني، موږ پوهیږو چې یو شمیر نور یې هیواد ته په بېرته راګرځیدو اړ ویستل شويدي او هڅه کوي په هغوو سېمو کې چې یې له لاسه وتلي بېرته خپل ځواکونه فعاله کړي.

خو باید موږ دا خبره یاده وساتو، کله چې هغو سېمې له لاسه ورکوي، دا په دې مانا نده چې هغوی کنټرول له لاسه ورکوي بلکې هغوی خپل اساسي جوړښتونه له لاسه ورکوي، هغوي په لویه کچه مهمات،چاودیدونکي توکي، وسلې په ځینو برخو روغتیايي اسانتیاوې او هغه کسان چې دوی بندیان کړي وي له لاسه یې وځي .

په تېرو څو میاشتو کې د نیولو شوو کسانو په شمیر کې د تېر پرتله دوه درې برابره زیاتوالی راغلی دی .

بل علت دا دی چې خلکو د ولسمشر کرزي د سیمه ایزو پولیسو د جوړونې د پروګرام پرمټ د خپل امنیت ساتلو لپاره ډېر کار کړی،دوی پوهیږي چې د افغان ځواکونو شمیر ورځ تربلې زیاتیږي او د هغوی امنیت خوندي کوي، نوځايي خلک له موږ سره د دغو توکو په موندلو کې مرسته کوي.

پوښتنه: خبرې اترې او روغه جوړه ددغه روان ۲۰۱۱ میلادي کال یوه تر ټولو مهمه موضوع ده، خو له یوې خوا جنګ دی پوځي عملیات دي، او له بلې خوا د سیاسي جوړجاړي پروسه ده، تاسې دغه دوې جلا تګلارې څنګه سره هم غاړي کوﺉ ځکه له یوې خوا جنګ دی اوله بلې خوا خبرې اترې ؟

ځواب: د جګړې پایله ډیر ځله خبرې راوزي. تاسو وینی چې دا مهال زموږ د یرغلیزو بریدونو په پایله کې د طالبانو د منځنۍ او ټیټې کچې پر قوماندانانو ډیر فشار راوړل شوی. دا هماغه قوماندانان دي چې د خپلو مشرانو خلاف چې بهر په شانداره کورونو کې ژوند کوي او د تېلفون له لارې لارښوونې کوي ، عملا په افغانستان کې جنګیږي.

دغه قوماندانان اوس ورو وروپه دې پوهیږي چې جګړه د روانې لانجې ځواب نه دی. زه یوه ولایت ته تللی وم هلته مې له والي او نورو ځایي چارواکو او مشرانو سره یو پخوانی طالب قوماندان هم ولید چې تازه د پخلاینې له بهیر سره یو ځای شوی و. ما له دغه پخواني طالب قوماندان نه وپوښتل چې ولې یې له جګړې لاس اخیستی ؟ هغه وویل جګړه نوره د حل لاره نه ده او دا چې جګړه یوازې د بربادۍ او ورانۍ لاره ده . هغه دا هم وویل چې غواړي له خپلې کورنۍ سره عادي ژوند وکړی او خپل ماشومان ښوونځي ته واستوي.

پوښتنه: د وسله والو طالبانو ځینې قومندانان موږ ته وايي چې دوی په افغانسان کې ژوند کول خوندي نه ګڼي، دوی په څپلو کلیو کې ځان خوندي نه احساسوي، ځینو یې موږ ته ویلي چې دوی پر امریکايي ځواکونو باور نه لري، ځکه که دوی د سولې له پروسې سره یوځای کېږي، نو کېدای شي دوی به ونیول شي، ما ځينې داسې کسان ولیدل چې په تېرو څو کلونو کې د سولې له پروسې سره تر یوځای کېدو ورسوته بیا هم نیول شوي وو، نو دوی وېره لري او پرځواکونو باور نه لري؟

ځواب : موږ د افغانانو په مشرۍ د پخلاینې له بهیر نه د ملاتړ ژمنه کړې. که چیرې د ایساف د قوماندان په توګه زما د دندې تر مهاله افغان حکومت را ته ووایي چې فلانی مخالف د پخلاینې له بهیر سره یو ځای شوی نو موږ به یې نوم سمدستي له تور نوم لړ نه وباسو. هغوی ته پکار ده چې د طالب مشر په دریځ کې له پایدو اندیښنه ولري خو کله چې له مخالفت نه لاس اخلي او سیمه یزو حکومتي ادارو او د سولې شوراګانو ته مخه کوي نو بیا خو دې د خپل خوندیتوب له اړخه بالکل ډاډه اوسي.

پوښتنه: ایا تاسې فکر کوﺉ چې د وسله والو طالبانو مشران لکه ملا محمد عمر او نور لوی مشران د سولې د دغې پروسې برخه کېدای شي، ایا دوی امریکایانو ته د منلو وړ دي ؟

ځواب: دا سمه او مخامخ پوښتنه نه ده. پخلاینه د افغانانوپه مشرۍ مخې ته شوی بهیر دی. د امریکا په ګډون په ایساف کې شاملو ټولو هیوادونو د دغه بهیر د ملاتړ ژمنه کړې. په حقیقت کې ایساف او په ځانګړې توګه امریکایي ځواکونو په افغانستان کې د پخلاینې له بهیر سره د پام وړ مالي مرسته کړې. په یوه کلمه ناټو د ولسمشر کرزي په نوښت له مخې شوي دغه بهیر نه د ملاتړ سېنه وهلې ده. البته ښاغلي کرزي د دې لپاره ځانګړي شرایط هم ایښي دي. اوس که چیرې هر څوک دغه شرایط ومني او افغان حکومت هم پرې قانع شي نو ایساف ته به هم خبره هرو مرو د منلو وړ وي.

پوښتنه: ایا تاسې له هغه وخت راهیسې چې افغانستان ته راغلي یاست، د سولې په پروسه کې څه پرمختګ لیدلی دی ؟

ځواب: له دې اړخه دننه په افغانستان کې د پام وړ پرمختګ شوی او په ګڼ شمیر کې مخالفان د پخلاینې له بهیر سره یوځای شوي دي. مانا دا چې دغه نوښت په عمل کې کار ورکړی. دا په حقیقت کې د دغه پروګرام لپاره چې له پیله یې ایله یو څو میاشتې تیریږي لوی بری دی. زه له دې کبله ولسمشر کرزي او د افغانستان د سولې عالي شورا ته مبارکي وایم . زه یو ځل بیا دا ډاډ ورکول غواړم چې موږ په کلکه د دغه نوښت ملاتړ کوو او ان تر یوه ځایه یې مالي ملاتړ ته هم چمتو یو. خو تر کومه چې د لوړې کچې له مخالفانو سره د پخلاینې خبره ده ، د هغوی په اړه هم پریکړه د افغان حکومت کار دی . البته تاسو وینۍ چې د هغوی له لورې لا د لوی کچې ورانکاره فعالیتونه دوام لري او د دې خبرې معلومول د افغان حکومت دنده ده چې ایا دغه شان کسان د سولې له بهیر سره د یو ځای کیدو په شرایطو برابر دي که څنګه ؟

پوښتنه: داسې راپورونه وه چې امرکايي چارواکي له طالبانو سره تماسونه نیسي، دوی له هغوی سره پټ خو مخامخ تماسونه جوړ کړي دي، چې هغه وهڅوي یو جوړجاړی وکړي، تاسې څه ډول تماسونه لرﺉ ؟

ځواب: زه د ناټو یو پوځي قوماندان یم او کوم دپلومات نه یم . ښه دا ده چې تاسو د دې پوښتنې د ځواب لپاره د اړونده هیوادونو دپلوماتانو ته مراجعه وکړی. خو زه د خپلو معلوماتو له مخې دا ویلې شم چې په دې برخه کې کوم ګام اخیستل کیږي نو له افغان حکومت سره پرې وار له مخه سلا مشوره کیږي. یو ځل بیا په ټینګار سره دا ویل غواړم چې دا یو افغاني بهیر دی او باید پخپله د افغانانو له لورې رهبري شي.

پوښتنه: انتقال یا افغان ځواکونو ته د امنيتي مسؤولیتونو سپارل به په یوه میاشت کې د ننه پیل شي، ایا تاسې فکر کوﺉ چې افغان ځواکونه د دې چمتووالی لري چې دغه مسؤولیتونه پرغاړه واخلي ؟

ځواب: موږ د همدې اوونۍ په پیل کې د انتقال د بهیر لپاره د افغان حکومت او ناټو د ګډې کمیټې یا بورډ غونډه درلوده . تاسو خبر لری چې ډاکټر اشرف غني د دغې کمیټې مشر دی او سفیر مارک سیډول او زه ورسره د مرستسیالانو په توګه کار کوو. دا یوه ښه غونډه وه .

په دې کې د څو میاشتو پرله پسې هلو ځلو پر بنسټ پر یوه وړاندیز سلا وشوه او په پام کې ده چې دغه وړاندیز ولسمشر کرزي ته وسپارل شي. پخپله ولسمشر کرزي هم ویلي چې د نوروز یا نوی کال په مناسبت به په خپله وینا کې په دې اړه خپله پریکړه اعلان کړي او موږ به د هغه د پریکړې ملاتړ وکړو.

ورته مطالب