د دريو شمالي ولايتونو امنيتي چارې افغان ځواکونو سپارل کېږي

افغان پوځ
Image caption دا د افغانستان د ملي پوځ سرتېري دي، چې تمه کېږي د را روان لمريز کال په لومړيو کې به په يوازې سر د امنيتي مسوليتونو تر سره کولو ته اوږه ورکوي.

د پخواني مهال وېش له مخې به شاو خوا درې اونۍ ورسته ولسمشر حامد کرزی له بهرنيو ځواکونو څخه افغان هغو ته د امنيتي چارو د مسوليت سپارنې بهير پيل کړي .

يو شمېر افغان چارواکو سر له اوسه په شمال کې د دريو ولايتونو او په سوېل کې د دريو ولسواليو د د امنيتي چارو د مسوليت اخيستو ته چمتوالی ښوولی دی.

په دغې ډله کې نسبتا ارام ولايتونه، بدخشان،سمنګان او سرپل راځي چې د اټکل له مخې به بهرني ځواکونه ترې وځي او تشه به يې افغان هغوی ډکوي.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو مشر زلمی وېسا وايي، دوی چمتو دي چې له دغو ولايتونونه د ايساف ځواکونو تر وتلو وروسته د دغو سيمو امنيت خوندي کړي: ((هغه ولايتونه چې زموږ دوستان تر وځي او امنيت يې افغان ځواکونو ته سپارل کېږي، بدخشان، سرپل او سمنګان دي. موږ د دغو ولايتونو د امنيت او سولې د ساتنې لپاره پوره چمتوالی لرو او دفاع به ترې وکړو.))

ښاغلي وېسا په مزارشريف کې خبريالانو ته په خبرو کې دا و نه ويل چې په دقيق ډول به له دغو ولايتونو څخه بهرنيي ځواکونه څه وخت وځي ، خو زياته يې کړه د افغان ځواکونو په شمېر کې زياتوالی راغلی او د پخوا په پرتله يې وړتيا هم لوړه شوې ده.

خو له دې هرڅه سره سره ښاغلي وېسا وويل، لا هم افغان ځواکونه د پرمختلليو وسلو او هوايي ځواک له اړخه له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د شمال د ۲۰۹ قول اردو د مشر زلمي وېسا له دغو خبرو سره همهاله د جنوبي ولايت زابل چارواکي هم د يو شمېر ولسواليو د امنيتي چارو د اخېستو خبره کوي.

د زابل مرستيال والي ګلاب شاه علي خېل وايي، په پام کې ده په نژدې راتلونکي کې ايساف د دای چوپان،ارغنداب او مېزانې ولسواليو امنيتي چاري افغان امنيتي ځواکونو ته وسپاري.

ښاغلي علي خېل بي بي سي ته وويل،د يو شمېر سرحدي ولسواليو امنيتي چارې لا له وړاندې افغان ځواکونو ته سپارل شوې دی.

په ټوله کې افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د ورسپارلو او افغانيزه کولو وړانديز شا و خوا اوه مياشتې د مخه ولسمشر حامد کرزي د کابل په نړيوال کنفرانس وکړ.

هغه مهال ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې ورسره ومنله، چې په ۲۰۱۴ کال کې به په تدريجي ډول افغانانو ته د چارو سپارل پيلوي .

همدا اوس ولسمشر حامد کرزی په لندن کې له بريتانوي چارواکو سره په همدې تړاو په خبرو بوخت دی.

يو شمېر افغان شننونکي که څه هم دغه کار يو ښه ګام بولي خو ټېنکار يې، دا دی چې بايد تر هغه وړاندې د افغان ځواکونو په شمېر کې هم زياتوالی راشي او په پرمختللو وسايلو سنبال شي.

دا مهال افغانستان شاوخوا دوه نيم لکه پوځ او پوليس لري چې د سيمې او نړۍ د هېوادونو په پرتله د ډېرو په باور هومره د پام وړ نه بلل کېږي.

ورته مطالب