د عامې روغتيا وزارت: خصوصي روغتونونه ناسم تبليغات کوي

نادره حيات برهاني
Image caption نادره حيات برهاني له رسنيو غواړي، چې د خصوصي روغتونونو خبرتياوې او تبليغات د دوی تر کتلو مخکې خپاره نه کړي.

د افغانستان په ځينو غږيزو او انځوريزو خصوصي رسنيو کې د ځينو خصوصي روغتونونو سوداگريز اعلانونه د نورو برخو پرتله ډېر په درز کې خپرېږي.

خو ځينې ناروغان او د هغوى خپل خپلوان وايي چې د دغو روغتونونو روغتيايي خدمتونه بيا هغه شانته نه دي لکه چې په رسنيو کې ليدل کېږي.

دغو روغتونونو ته ورغلي ځيني ناروغان د زيات لگښت او د ټيټې کچې له درملنې شکايت کوي او ان ځينې خلک وايي يو شمېر روغتونه دداسې روغتيايي اسانتياو اعلان هم کوي چې په روغتون کې يې نه لري.

خو د عامې روغتېا وزارت وايي، دوى د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د ټولو هغو شته خصوصي روغتونونو کړنې څاري چې دا مهال يې بېلابېلې رسنۍ سوداگريز پيغامونه خپروي.

مرستياله وزيره نادره حيات برهاني وايي په دې تړاو يې له ټولو رسنيو غوښتي چې د روغتونونو ټول تبليغاتي اعلانونه او خبرتياوې بايد د وزارت تر کتلو وروسته خپرې کړي: ((دغه اعلانونه چې دوى يې خپروي تر يوه بريده زموږ تر څارنې لاندې دي او تر يوه بريده موږ هم ورسره ستونزې لرو .

د رسنيو په برخه کې زموږ ستونزې دا دي چې دلته ځيني رسنۍ يا شخصي ټلوېزيونونه د خپلې گټې په خاطر د دوى اعلانونه خپروي.

موږ څو ، څو ځلې دوى ته مکتوبونه هم استولي او ترې غوښتي مو دي ، هر اعلان چې د وزارت لخوا نه وي تايد شوى بايد خپور نه شي ، خو دلته د ازاد بازار خبره هم په منځ کې ده، چې تر ډېره يې موږ چوپه خوله ساتلي يو.))

اغلې حيات زياته کړه، دا مهال تر ډېره په دولتي روغتونونو کې د خصوصي هغو په څېر اسانتياوې برابرې شوي، چې په وړيا توگه د ناروغانو درملنه کوي .

رسمي شمېرې ښيي چې دا مهال په افغانستان کې شاوخوا 2000 روغتيايي مرکزونه شته، چې د افغان دولت په اډانه کې فعاليت کوي او تر څنگ يې زرگونه نور خصوصي غټ او واړه روغتونونه هم فعال دي.

خو لا هم گڼ افغانان شکايت کوي چې نه خو ورته روغتيايي خدمتونه سم رسېږي او هغه چې رسېږي هم کچه يې زښته زياته ټيټه ده چې له امله يې ناروغان اړ وځي، د ډاډمنې درملنې لپاره بهرنيو او په تېره بيا گاونډيو هېوادونو ته مخه کړي .

ورته مطالب