د پامير هوايي شرکت الوتنې بندې شوې

پامير هوايي شرکت
Image caption د روان کال په غويي مياشت کې په د هندوکش د غرونو په لړۍ کې د پامير په لوېدلې الوتکه کې ټولې ۴۶ سپرلۍ ووژل شوې.

د افغانستان د ترانسپورت وزارت چارواکو د پامير هوايي شرکت د فعاليت د جواز د ځنډولولپاره دوه دليلونه رامخې ته کړي.

يو داچې دغه شرکت ګني له ورکړل شوې خبرتيا سره سره خپل خدمتونه له نړيوالو معيارونو سره نه دی برابر کړي، او بل دا چې په تېر پسرلي کې په سالنګونو کې د دغه شرکت د يوې الوتکې د لوېدو په اړه ګمارل شوي کمېسيون موندلې چې شرکت د لوېدلې الوتکې په اسنادو کې درغلي کړې وه.

وزارت وايي لوېدلې الوتکه د زړښت له کبله تر لوېدو شاوخوا دوه کاله وړاندې له الوتنو ويستل شوې وه، خو شرکت بيا هم کاروله.

په دغې پېښه کې چې د افغانستان د هوايي شرکتونو د خونديتوب له اړخه يې لويه غوغا جوړه کړه ، سپرې ۴۶ سپرلۍ ټولې وژل شوې وې .

د کابل د نړيوال هوايي ډګر ريس ډاکټر محمد يعقوب رسولي بي بي سي ته وويل له پامير هوايي شرکت څخه د جواز د اخيستو امر پخپله د ترانسپورت وزيرداود علي نجفي د تېرې چهارشنبې په مازيګر ورکړ او له دې سره جوخت ددغه شرکت ټولې الوتنې وځنډېدې: (( د اوس لپاره د پامير هوايي شرکت د فعاليت جواز ځنډېدلی. او په دې سره هغه مساپر چې وار له مخه يې د دغه شرکت ټېکټونه اخيستې له خپلو ټېکټونو استفاده نشي کولی او له دې اړخه له ستونزو سره مخامخ دي.

ښايي د دغو مساپرو شمېر هم کم نه وي، ځکه دغه شرکت په کورنيو الوتنو سربېره ډهلي ، دوبۍ او دوشنبې ته هم الوتنې درلودې. اوس دا د همدغه شرکت ذمه واري ده، چې خپل هغه مساپر چې وار له مخه يې ټېکټونه اخيستي د نورو شرکتونو له لارې انتقال کړي.))

خو چارواکي دا هم وايي چې که دغه شرکت خپل فعاليتونه په نړيوالو معيارونو برابر کړي نو بېرته به د فعاليت جاز ورکړی شي ، خو که په دې کې پاتې راشي نو بيا به يې د فعاليت جواز چورلټه باطل شي.

دا مهال په افغانستان کې د پامير پر هوايي شرکت سربېره، درې ورته نور شرکتونه هم فعاليت کوي چې يو پکې د اريانا افغان په نوم لرغونی دولتي شرکت دی چې يو وخت يې نویړال شهرت لاره .

خو اوس د دغې ډلې يوه شرکت ته هم د خونديتوب د معيارونو د کمزورتيا له کبله له ګاونډيو هېوادونو پرته نور هېوادونه پخپلو هوايي ډګرونو کې د کوزېدو اجازه نه ورکوي.

ورته مطالب