پېلوزي ادبي هنري پروګرام

د دې اوونۍ په پیلوځي کې به په لندن کې بریتیش موزیم ته له افغانستانه په رسېدلو لرغونو اثارو وغږیږو، په ختیځ ولایت ننګرهار کې د کتاب په سیمنار او یوه کتابتون د پرانستې په پلمه د کتاب په ارزښت بحث کوو او د اسکار په جایزو به هم مالومات درکړو.

له افغانستانه څه باندې دوه سوه لرغوني اثار د لندن په برټیش موزیم کې نندارې ته ایښودل شوي دي. دا نندارتون د ولسمشر حامد کرزي له خوا پرانستل شو چې د جولاي تر دریمې به دوام ولري .د نندارتون جوړونکي وایی تر اوسه سل زرو کسانو د دغو اثارو د کتلو لپاره نومونه لیکلی او وروسته به د استرالیا په ګډون د نړۍ نورو هیوادونو ته رسیږي.

دبي بي سي پښتو څانګې پخوانۍ مشره او څیړونکې صفیه حلیم چې د دغو لرغونو اثارو په اړه یې پلټنې کړې دي او دغو ځایونو ته ورغلې وه د اثارو په لرغونتوب غږیږي.

د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د کتاب سيمينار په نامۀ د يوې غونډې او د يوۀ خصوصي کتابتون د پرانيستنې په پلمه د ډيورنډ د کرښې د دواړو غاړو فرهنگپال سره ټول شوی وو .

کتابتون د پښتو ژبې د نامتو غزلبول شاعر حمزه بابا په نامۀ شوى دى. د غونډې د تنظيم چارې، لیکوال، شاعر اوڅیړونکی اصف صميم پر مخ بيايي. په کتابتون کې به زرګونه کتابونه وي او د کتاب مینه وال کولی شی د کتاب لوستلو ترڅنګ خپلې علمي څیړنې هم تر سره کړي.

خو اوس په پښتنو کې کتاب څومره لوستونکي لري، د کتاب لوستلو دود څنګه باید بیرته را ژوندی شي. دا او نورې پوښتنې په یوه بحث کې د سمنیار له دوو ګډونوالو استاد اصف صمیم او لیکوال اوڅیړونکی حبیب الله رفیع سره راپورته شوي دي.

د پيژندل شوې افغان سیاسي او کولتوري څیرې وزیر محمد گل خان مومند د کولتوري ټولنې سیمه ییزه څانګه په هرات کی پرانیستل شوه. د ملی یووالی لاټینګښت ، کولتوری پرمختګ او د ټولنیزو ستونزو هواری د دې ټولنې د فعالیت اصلي موخې بلل شوي دي.

وزیر محمد گل خان مومند چی د خپلواکۍ د ګټلو په لاره کی د مهم رول برسیره د پام وړ کولتوري او سیاسي نورې کارنامې هم لري په ۱۳۴۳ لمریز کال کې په اتیا کلنۍ د دې نړۍ نه سترګې پټې کړې . تر دې وړاندې د دې کولتوري ټولنې څانګې د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم پرانیستل شوې دي.

د سینما په نړۍ کې :

د اسکار سږنیو جایزوته په وړاندې شوو فلمونو کې بریتانوي فلم «د پاچا وینا» تر ټولو زیاتې جایزې وګټلې. فلم په ۱۲ څانګو کې اسکر ته کاندید و.

دې فلم چې ډایرکټر یې ټام هوپر دی د کال د ډېر ښه فلم په ګډون د اسکر څلور جایزې ترلاسه کړ.

برتانوي لوبغاړي کولین فېرت چې د شپږم جورج په نوم د برتانیا د پاچا چې ژبه یې درنه ده، رول لوبولی، د ترټولو غوره لوبغاړي جایزه خپله کړه.

په دې فلم کې د شپږم جورج د اوږدې مودې هڅه ښودل کېږي چې په داسې حال کې چې له نازي آلمان سره جګړې ته تیارۍ نیسې، د وینا پرمهال د خپلې ژبې د بندېدو د له مینځه وړو لپاره یې کوي

زرینه اوښکه شعري کتاب له چاپه راووت:

یاد کتاب ځوان او تاند شاعر عبدالواسع تسل په خپلو ځوانو ګوتو او افکارو لیکلی چې د لوستونکو د شعري تندې د خړوبیده لپاره له ګټې خالي نه دی.

تسل د خوست ځوانو شاعرانو له ډلې یو وتلی ستوری دی او د شعرمینوال یې زیات دي.

دښاغلي تسل دشعر بیلګه:

زړه مې په تا پسـې اوبه شـــوه لکـــه ماته اوښکه

خوکیسه دا چې در ښکـاره مې نه کړه تا ته اوښکه

چې لمر را وخـــوت په ګلونو پرخـــې پاتې نه شوې

چې جانان لاړو په پرهــر کې مې شوه زیاته اوښکه

اوس دې د درد له ګـــرېوانه نه لاس راښکـلی نشم

چې شي را تویه نو بیا کله درومـــي شــاته اوښکه

دا ملغلرې دې خپـــل زړه ته تـــویــوه له سترګــــو

تسله؛ پام کـــوه چــــې ونه ښایې چــاته اوښکـه