په کابل کې د امریکا پرضد لاریون وشو

سلګونه کسانو په کابل کې د ممکنه امريکايي پوځي دایمي اډو د جوړولو او د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي تلفاتو پر ضد لاریون وکړ .

لاریون کوونکو په دې اړه په لیکلي بڼه شعارونه او د یو شمېر هغو ملکي کسانو عسکونه هم له ځانه سره لېږدول چې په خبره یې په کونړ کې د ناټو په بمباریو کې وژل شوي دي .

کلېکاږل د لاریون عکسونه وګورﺉ

لاریون د 'حزب همبستګي' په نامه د یوې سیاسي ډلې لورې تنظیم شوی و .

لاریون کوونکو په افغانستان کې امریکا ته د پوځي دایمي اډو له ورکولو سره مخالفت څرګنداوه او دغه رازد ناټو په عملیاتو او بمباریو کې د ولسي تلفاتو په تړاو یې هم له قهره ډګ شعارونه ورکول .

لاریون کوونکي چې شمېره یې سلګونو تنو ته رسېده، د کابل ښار د شاه دوشمېرې په سیمه کې را ټول شول او وروسته بیا د شعارونو په ورکولو د ښار یوې بلې څنډې ته وخوځېدل .

په اصل کې د دغو کسانو د لاریون پلمه په کونړ ولایت کې د ناټو د تېرې اوونۍ هغه بمبارۍ وې چې په کې د څو ماشومانو سربېره یو شمېر ولسي وګړي ووژل شول .

دوی په دې تړاو د یو شمېر هغو ولسي خلکو عسکونه هم له ځانه سره لېږدول چې په ادعا یې ناټو په کونړ ولایت کې وژلي دي .

په لاریون کې چې افغان پولیسو یې کلکه ساتنه کوله، پر نارینه وو سربېره نسبتاً د ښځو ونډه هم د پام وړ وه .

دغه کسان داسې مهال په افغانستان کې د امریکايي پوځي دایمي اډو د جوړولو خلاف لاریون کوي، چې همدا تېره ورځ (شنبه) افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي مارک ګروسمن په کابل کې خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې د پوځي دایمي اډو د جوړولو په فکر کې نه دي .

لاريوني

په لاریون کې چې افغان پولیسو یې کلکه ساتنه کوله، پر نارینه وو سربېره نسبتاً د ښځو ونډه هم د پام وړ وه .

تر دې وړاندې د جمعې په ورځ د افغانستان دوو پخوانیو امنیتي لوړ پوړو چارواکو حنیف اتمر او امرالله صالح بیا د امريکا د اوږدمهالو اډو جوړول په افغانستان کې د نويمو کلونو د جگړو او ناخوالو په څېر د دا ډول ممکنه پېښېدو په مخنیوي کې اړین وبلل .

دغه راز د ملکي تلفاتو په تړاو بیا په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان ډیویډ پېټرېیاس او امریکايي ولسمشر بارک اوباما هم بښنه وغوښته .

تېره سه شنبه ناټو ځواکونو د کونړ په 'پېچ دره' کې د هوايي بمباریو پرمهال نهه ماشومان ووژل، له دغې پېښې وروسته په جگړو کې د بې گناه ملکي قربانيانو لپاره د کمپاين يوې امريکايي ټولنې، سيويک، د ناټو پر مشر غږ وکړ چې د وژل شوو ماشومانو کورنيو ته تاوان ورکړي .

تر دې وړاندې د کونړ په غازي اباد کې ولسوالۍ کې هم د رپوټونو له مخې د ناټو په بمباریو کې ۶۵ ولسي وګړي هم وژل شوي ول .

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .