د پامير هوايي شرکت تر۲ میاشتو الوتنې کولی شي

د پامیر هوايي شرکت الوتکه
Image caption د پامير د هوايي شرکت، فعاليت وروسته له هغه تېره اوونۍ وځنډول شو، چې د دغه شرکت د هغې الوتکې اسناد، چې د روان کال په لومړيو کې نسکوره شوه، کلپ او جعلي ثابت شول .

د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي د پامير هوايي شرکت ته يې د دوو مياشتو لپاره د الوتنو اجازه ورکړې.

د وزارت سرچينې وايي چې دغه جواز نوموړي شرکت ته د افغان ولسمشر د لومړي مرستيال په حکم ورکړل شوى ، خو دا هم ورته ويل شوي چې په همدغه موده کې دې خپل اسناد بشپړ کړي .

د پامير د هوايي شرکت مشر امان الله حميد وايي چې دوى په دې تړاو د ولسمشرۍ ماڼۍ ته خپل غوښتنليک سپارلى و :

''د ولسمشرۍ ماڼۍ نه مو غوښتنه وکړه چې موږ ته دوه مياشتې وخت راکړي چې په همدغه موده کې موږ خپل اسناد چې لا نه دي بشپړ شوي هغه بشپړ کړو او په دغو دوو مياشتو کې به يې انشاء الله چمتو کړو او ور وبه يې سپارو . ''

ښاغلي حميد زياته کړه هغوى چمتو دي چې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ته ټول اسناد وسپاري .

د پامير د هوايي شرکت، فعاليت وروسته له هغه تېره اوونۍ وځنډول شو، چې د دغه شرکت د هغې الوتکې اسناد، چې د روان کال په لومړيو کې نسکوره شوه، کلپ او جعلي ثابت شول .

دغه الوتکه چې له کندوز څخه کابل ته روانه وه، د روان کال د غويي په ٢٧مه، د کابل ښار شمال لور ته د شکردرې ولسوالۍ په غرونو کې نسکوره شوه او په ترڅ کې يې ټوله سپرلۍ او عمله، چې شمېر يې ٤٤ تنو ته رسېده، له منځه ولاړه .

څه موده وړاندې اروپايي هېوادونو، د افغاني شرکتونو د الوتکو د الوتنو مخه د دې لپاره ونيوله، چې د دغو شرکتونو الوتکې له نړيوالو معيارونو سره برابرې نه دې .

ورته مطالب