په سیاسي ډګر کې د افغاني ښځو د ونډې ډېرولو غوښتنه وشوه

ښځې د انځور حقوق Reuters (audio)
Image caption همدا شاوخوا دری میاشتې وړاندې ملگرو ملتونو د یوه رپوټ په خپرولو د افغان ښځو د وضعیت په اړه خپله اندېښنه ښودلې وه له افغان چارواکو یې غوښتي و چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په له منځه وړلو کې باید خپلې هخې ګړندۍ کړي .

په افغانستان کې د ښځو له حقونو د ملاتړ یوه بنسټ پر افغان حکومت غږ کړی چې په سیاسي ډګر کې د افغان ښځو ونډه ډېره کړي، په ټولنه کې یې عدالت ته لاس رسۍ زیات کړي او ښځو ته د ښوونې او روزنې لا زیاته زمینه برابره کړي .

د سولې او ډموکراسۍ لپاره د برابرۍ بنسټ چارواکي وایي، د یوې دوه ورځنۍ غونډې په پای کې دې پایلې ته رسېدلي چې اوس هم په افغانستان کې ښځې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي او حکومت یې باید هوارولو ته خپله پاملرنه ډېره کړي .

د غونډې ګډونوالو خپلې غوښتنې د یوه پرېکړه لیک په ترڅ کې راغونډې کړې او وایي له حکومتي چارواکو سره یې شریکې کړې دي .

د یاد بنسټ ستره سلاکاره محبوبه سراج وایي، په مهمو غوښتنو کې یې په حکومت کې د افغان ښځو د ونډې ډېرول او هغوی ته د زدکړو د زمینې برابرول او ځینې نورې راځي :

''موږ له حکومته وغوښتل هغه شان چې د افغانستان په پارلمان کې ۳۰ په سلوکې ښځينه استازې لرو که چېرې ښځو ته دا زمینه برابره شي چې په کلیدي څوکیو کې هم د هغوی د ټاکلو فیصدي زیاته شي د بېلګې په توګه په هغو وزارتونو کې چې د مرستیالۍ څوکۍ یې تشې دي که په هغو کې ښځې وګمارل شي . همدارنګه له پارلمان مو وغوښتل کله چې یو قانون تېروي نو باید ډېره پاملرنه ولري چې کوم څه رد او کوم څه تایید کړي . د افغانستان له مدني ټولنې مو هم وغوښتل چې څنګه کولی شو هغو کسانو ته ورشو چې د تصمیم نیولو په پوړۍ کې دي له هغوی سره وغږېږو او افغان ښځې هغو ته وروپېژنو.''

مېرمن محبوبه سراج وایي، که افغان حکومت په کابینه او نورو لوړ پوړ حکومتي څوکیو کې د ښځو وڼده ډېره کړي، نو په خبره یې دا به په دغه هېواد کې د ښځو د حقونو د پرځای کېدو له چارې سره مرسته وکړي .

اوسمهال د افغانستان د دریو وزارتونو مشري ښځې کوي او په ولسي جرګه کې هم نژدې ۷۰ ښځې غړیتوب لري .

د ښځو د نړیوالې ورځې په درشل کې د سولې او ډیموکراسۍ لپاره د برابرۍ بنسټ له لوري دغې غوښتنې داسې مهال مطرح کیږي چې د ښځو د حقونو د ملاتړ يو شمېر ټولنو په بیا بیا په دغه هېواد کې د ښځو وضعيت د اندېښنې وړ بللی دى .

جنسي تېري، اجباري ودونه، له زدکړو څخه بې برخې کېدل او ترڅنګ یې عدالت ته بشپړ نه لاسرسی هغه ستونزې یادېږي چې افغان ښځې ورسره په دغه هېواد کې لاس او ګرېوان دي .

همدا شاوخوا درې میاشتې وړاندې ملگرو ملتونو د یوه رپوټ په خپرولو د افغان ښځو د وضعیت په اړه خپله اندېښنه ښودلې وه له افغان چارواکو یې غوښتي و چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په له منځه وړلو کې باید خپلې هخې ګړندۍ کړي .

ورته مطالب