کرزی: د ښځو پروړاندې د زورزیاتي مخه ونیسئ

ښاغلی کرزی
Image caption ښاغلي کرزي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تېره ورځ په کابل کې سلګونو کسانو له ولسمشر حامد کرزي وغوښتل چې ، افغان ښځو ته د یو شمېر وزارتونو، معینیتونو، ولایتونو، ولسوالیو او داسې نورو لوړو څوکیو په ورکولو د افغانستان په سیاسي بهیر کې د دوی ونډه ورزیاته کړي .

افغان ولسمشر حامد کرزي د هېواد پر دیني عالمانو او قومي مشرانو غږ وکړ چې د ښځو پر وړاندې د زورزیاتي په مخنیوي او د هغوی د حقونو په ساتلو کې خپل اغېز وکاروي .

د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د کابل په حبیبیه لېسه کې د ولسمشر حامد کرزي خبرې تر ډېره په افغانستان کې د ښځو د حقونو په خوندي کولو او دغه راز د هغوی په وړاندې پر زورزیاتي را ټولې وې .

ولسمشر حامد کرزي وویل په هېواد کې یې لا هم د مېرمنو په وړاندې ډول ډول تاوتریخوالی او زورزیاتی موجود دی، د ه پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ چې د دغه غلط دود په وړاندې په ګډه مبارزه وکړي .

له افغان دیني عالمانو او قومي مشرانو نه په ځانګړي ډول د ولسمشر غوښتنه دا وه چې د ښځو پر وړاندې د زورزیاتي پر وړاندې مبارزه وکړي :

''دا سمه ده چې ښوونه روزنه، د اقتصادي حالت ښه والی او د ژوند ښه والی بدلون راوستی شي خو دلته باید زموږ د ټولنې اخلاقیات، د دین اصول او ټولنیز چلندونه په کلکه عملي شي لکه څنګه چې کېږي . زموږ خلک باید دې ته ژمن شي او عملي یې کړي، په خاص ډول زه دلته د ولس په دیني عالمانو او د ولس په مشرانو غږ کووم چې په جوماتونو، تکیه خانو کې او د قومي مشرانو په غونډو کې خلکو ته دا وینا وکړي چې د ښځو پر وړاندې زور زیاتی ونه کړي. نارینه که ډېر زور واکي دي سرحدونو ته دې ولاړ شي او د خپل هېواد دفاع دې وکړي.''

ښاغلي کرزي دغه راز ژمنه وکړه چې له دې وروسته به په سلو کې ۵۰ تعلیمي بورسونه نجونو او ښځو ته ورکوي، خو پر هغوی یې ټینګار دا و چې زده کړې وکړي او په لاس ورغلو دا ډول چانسونه ښه ګټه پورته کړي .

نوموړي دغه راز یو وار بیا په افغانستان کې د ښځو د پالنځایونو د تړلو په تړاوو خبرونه بي اساسه وبلل، او زیاته یې کړه چې دوی یواز د دغو ځایونو د پرمخ بېولو چارې په خپله غاړي چې ښه تنظیم او ترتیب شي .

د ولسمشر کرزي مېرمن

په داسې حال کې چې ولسمشر کرزي د افغان ښځو د یو لړ لاسته راوړنو او ازادۍ خبرې کولې، د یوې کډونوالې له لورې و ننګول شو چې ولې یې خپله مېرمنه دغې غونډې ته نه ده راوستې .

د ولسمشر کرزي ځواب دا و دا ډول غونډو ته د راتلو او نه راتلو خبره په مېرمنې پورې یې تړلې او دی پرې په دغه برخه کې هېڅ ډول فشار نه راوړي .

ښاغلی کرزی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تېره ورځ په کابل کې سلګونو کسانو له ولسمشر حامد کرزي وغوښتل چې ، افغان ښځو ته د یو شمېر وزارتونو، معینیتونو، ولایتونو، ولسوالیو او داسې نورو لوړو څوکیو په ورکولو د افغانستان په سیاسي بهیر کې د دوی ونډه ورزیاته کړي .

ورته مطالب