کرزی: د ملکي وژنې پرهر یوازې بښنه غوښتل نه شي رغولی

حامد کرزی او پيټرېیاس

ولسمشر کرزي د ملکي تلفاتو مساله د افغانستان او امریکا ترمنځ اړیکي کې د ترینګلتیا یو مهم لامل بللی او ویلي یې دي، د دې بهیر دوام کولی شي د دواړو لور ترمنځ باور ته زیان ورسوي .

افغان مشرتابه ناټو ته و يلي چې د ملکي وژنې پرهار یوازې د بښنې په غوښتلو نه رغېږي .

ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د ناټو له مشر قومندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس سره د لیدو پرمهال دا هم په ډاګه کړې چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړيکو د ترینګلتیا اصلي دلیل دی .

تېره اوونۍ په کونړ کې د ناټو تر بمبارۍ وروسته چې نهه ماشومان په کې ووژل شول، ولسمشر اوباما او جنرال پيټرېیاس ښکاره بښنه وغوښته .

د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې ملکي افغانانو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو مساله تل د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د یوې لانجمنې مسالې په توګه پاتې شوې، خو داسې ښکاري چې تېره اوونۍ د بهرنیو ځواکونو له خوا په ختیځ ولایت کونړ کې د شاوخوا نهو ماشومانو وژل کېدو د افغان حکومت کلکه غوسه راپارولې ده .

که څه هم پر پېښه ولسمشر اوباما هم خپله خواشیني څرګنده کړې وه او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډیویډ پټرېیاس هم په رسمي توګه د بښنې غوښتنې کړې، خو ولسمشر حامد کرزي د ملي امنیت په شورا کې په ډاګه نوموړي ته ویلي چې په دې برخه کې یوازې غندنه او د بښنې غوښتنه بسنه نه کوي او دا مساله د افغان حکومت او خلکو له زغم څخه په وتو ده .

د ولسمشر د ویاند له دفتره په خپره شوې وینا پاڼه کې راغلي، ښاغلي پټرېیاس ژمنه وکړه چې په راتلونکې کې به ورته پېښه بیا نه تکرارېږي .

ولسمشر کرزي د ملکي تلفاتو مساله د افغانستان او امریکا ترمنځ اړیکي کې د ترینګلتیا یو مهم لامل بللی او ویلي یې دي، د دې بهیر دوام کولی شي د دواړو لور ترمنځ باور ته زیان ورسوي .

کونړ

تېره اوونۍ ناټو په کونړ کې پر ماشومانو بمبار وکړ او نهه ماشومان یې ووژل .

که څه هم افغان حکومت او نړیوال ځواکونه او بل لوری د حکومت وسله وال مخالفین ټول وایي چې د پوځي عملیاتو پرمهال یې د ملکي وګړو خوندیتوب په لومړیتوبونو کې ځای لري، خو وخت نا وخت په دغه هېواد کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې رپوټونه خپرېږي .

همدا تېره ورځ په پکتیکا ولایت کې د کلېکاږل سړک غاړې ماین په چاودنه کې ۱۲ ملکي وګړي ووژل شول چې پنځه ماشومان هم په کې شامل ول .

د پکتیکا والي دا د وسله والو طالبانو کار بللی او ولسمشر کرزي پېښه په کلکو ټکو غندلې او پر هغې یې خپله خواشیني څرګنده کړې ده .

تر دې وړاندې په افغانستان د بشري حقونو ټولنو په وار وار په دغه هېواد کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او پر ښکېلو غاړو یې غږ کړی چې دې مسلې ته کلکه پاملرنه وکړي .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .