امریکا یوې افغانې مېرمنې ته د زړورتیا جایزه ورکوي

ماریا بشیر
Image caption مېرمن ماریا بشیر په افغانستان کې لومړنۍ مېرمن ده چې د یوه ولایت په کچه د څارانوالۍ ریاست یا مشري یې ترلاسه کړې ده .

د هرات ولایت د څارانوالۍ مشره مېرمن ماریا بشیر د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغې جایزې په ګټلو بریالۍ شوې چې هر کال د نړۍ زړورو ښځو ته ورکول کېږي .

په پام کې ده چې مېرمن بشیر او له نهو نورو هېوادونو غوره شوې مېرمنې نن 'سه شنبه/ د مارچ اتمه' دغه جایزه په هغو مراسمو کې ترلاسه کړي چې د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ په مناسب د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې جوړېدونکې ده .

دغه جایزه هغو مېرمنو ته ورکول کېږي چې په سختو حالاتو کې یې د ښځو له حقونو د دفاع لپاره زیاتې هلې ځلې کړې وي .

د ښځو له حقونو دفاع د جرایمو او په ځانګړی توګه د اجباري ودونو پر وړاندې د هرات د څارانوالۍ مشرې مېرمن ماریا بشیر کلکه مبارزه نوموړې ته دا امکان ورکړ چې نن د نړۍ د زړه ورو مېرمنو جایزه ترلاسه کړي .

مېرمن ماریا بشیر د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په پټه یوشمېر ښځو او نجونو ته په خپل کور کې ښوونیز کارځایونه جوړ کړي وو .

نوموړې په افغانستان کې د لنډمهاله ادارې تر رامنځ ته کېدو وروسته د تحقیقاتي څانګې د څارانوالې په توګه او بیا په ۲۰۰۶ زیږدیز کې د هرات د څارانوالۍ د مشرې په توګه وټاکل شوه او تراوسه همدا دنده پرمخ وړي .

مېرمن ماریا بشیر په افغانستان کې لومړنۍ مېرمن ده چې د یوه ولایت په کچه د څارانوالۍ ریاست یا مشري یې ترلاسه کړې ده .

سږ کال د زړه ورو ښځو د جایزې د ګټونکو په نوملړ کې د قرغیزستان ولسمشر روزا اوتونبایوا او د پاکستان د ماروي سیمې د کلیو د پراختیا د ټولنې بنسټګره مشري غلام صغرا هم شاملې دي .

زړه ورو ښځو ته د جایزې د ورکولو لړۍ په ۲۰۰۷ زیږدیز کال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا پيل شوې او تراوسه شاوخوا ۳۸ هغو مېرمنو ته دا جایزې ورکړل شوې چې د ښځو د حقونو د ملاتړ او دفاع په ډګر کې مهمې لاس ته راوړنې لري .

ویل شوي نن 'سه شنبه/ د مارچ اته' به د دغې جایزې د وېشلو په مراسمو کې د امریکا د ولسمشر مېرمن میشل اوباما او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیره هیلري کليڼتن هم ګډون کوي .

Image caption د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت د جرأت دغه څلورمه جايزه په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې د کب مياشتې پر لسمه د يوې لويې غونډې او مېلمستيا په ترڅ کې چې د امريکا د ولسمشر مېرمن مېشل اوباما او ددغه هېواد د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن هم ورته راغلې وې د نړۍ دبېلابېلا هېوادونو اتو ښځو ته ورکړل شوې .

تېر کال ۲۰۱۰ هم د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په نړۍ کي هغو ښځو ته چې د ژوند په بېلابېلو څانګو کي ځلېدلې وې، د جرأت جايزې ورکړې .

چې په دې لړ کې د ښځو نړيوالې ورځ په وياړ تېر کال په واشنګټن کې دغه جايزه د کب د مياشتې پر لسمه د نړۍ لسو داسې ښځو ته ورکړل شوه، چې دوې افغان مېرمني شکر يه اصيل او شفيقه قريشي هم پکې شاملې وې .

کله چې له دوی دواړو وپوښتل شول، چې ايا د امريکايي چارواکو له خوا دغه جايزه سياسي نه ده ؟

آغلې شفيقې وويل چي دغه جايزه اصلآ دسياست پر ځای د افغاني ښځو د هڅونې اړخ لري .

دې وويل چي په کومه اداره کې چې دې کار کړی دی نو هغه د دې د کار او فعاليت د ارزوني په رڼا کې د وړ او نا وړ پرېکړه کولای شي .

آغلي شفيقې له افغاني ښځو وغوښتل چې د پرمختګ لپاره دې د ژوند په ټولو ټولنيزو، اقتصادي او سياسي چارو کې ونډه واخلي او همدارنګه يې له نارينه وو وغوښتل چې ښځو ته د فرصتونو په برابرولو کې خپل وس ونه سپموي .

که څه هم د امريکا دبهرنيو چارو د وزارت دغه جايزه د جرأت او زړورتيا د جايزې په نامه يادېږي، خو دواړو شکريې اصيل او شفيقې قريشي له ټولو خبريالانو وغوښتل چې انځور يې وانخيستل شي .

شکريه اصيل د بغلان ولايتي شورا غړې وه او د ښځو لپاره په ښوونه او روزنه کي یې کار کار کاوه او شفيقې قريشي بيا د کورنيو چارو په وزارت کې د ښځو د چارو په څانګه کې کار کاوه چې د ډګروالۍ رتبه هم لري .

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت د جرأت دغه څلورمه جايزه په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې د کب مياشتې پر لسمه د يوې لويې غونډې او مېلمستيا په ترڅ کې چې د امريکا د ولسمشر مېرمن مېشل اوباما او ددغه هېواد د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن هم ورته راغلې وې د نړۍ د بېلابېلا هېوادونو اتو ښځو ته ورکړل شوې .

ورته مطالب