م.م: ۲۰۱۰ په افغانستان کې یو خونړی کال و

د قربانیانو کورنۍ
Image caption ملګري ملتونه وايي تېر ۲۰۱۰ کال د ښځو په مرګ ژوبله کې ۶٪ او د ماشومانو په مرګ ژوبله کې ۲۱٪ ډېروالی راغلی دی .

ملګري ملتونه وایي، په تېرو څو کلونو کې د دویم کال لپاره په افغانستان کې د نښتو په ترڅ کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی .

ملګري ملتونه د یوه رپوټ په خپرولو اټکل کوي چې تېر۲۰۱۰ کال څه باندې ۲۷۰۰ ملکي وګړي وژل شوي چې د ۲۰۰۹ کال په پرتله ۱۵ په سلو کې زیاتوالی ښیي .

په دې کې د ماشومانو په مرګ ژوبله کې ۲۱ په سلو کې زیاتوالی راغلی دی .

په کابل کې د بي بي سي خبریال وایي، که څه هم د رپوټ پر بنسټ د ملګي وګړو د مرګ ژوبلې د ډېرې برخې مسوولیت پر طالبانو وراچول شوی، خو زیاتوي، تر دې بیا د ناټو ځواکونو لخوا وژنو د افغانانو ډیره غوسه راپارولې ده .

د ملګرو ملتونو رپوټ کاږي، د افغان دولت او ناټو ځواکونو په بریدونو کې په سلو کې ۱۶ ولسي وګړي وژل شوي .

ملګري ملتونه داسې مهال دغه رپوټ خپروي، چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس په کونړ ولایت کې د ناټو په بمبار کې د نهو ماشومانو په وژل کېدا بښنه وغوښته .

نوموړي له بي بي سي سره په یوې ځانګړې مرکې کې ویلي ول، چې خپلو قومندانانو ته یې د ملکي مرګ ژوبلې د مخنيوي لارښوونه کړې ده .

خو افغان ولسمشر له ښاغلي پيټرېیاس سره په خبرو کې پر ملکي مرګ ژوبلې يوازې بښنه غوښتل کافي ونه بلل، بلکې په ټينګار یې له بهرنیو ځواکونو د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنيوي غوښتنه وکړه .

د ملکي وګړو د وژنې د غندلو په تړاو په کابل او کونړ ولایتونو کې د بهرنیو ځواکونو پرضد لاریونونه هم وشول .

د ملګرو ملتونو په تازه خپاره شوي رپوټ کې راغلي، د تېر ۲۰۱۰ کال په ملکي مرګ ژوبله کې تر ډېره ښځې او ماشومان قرباني شوي دي، چې د طالبانو د رژيم تر نسکورېدا وروسته په افغانستان کې دا تر ټولو خونړی کال بلل شوی دی .

2010 ۲۰۲۰: تر ټولو خونړی کال

  • ۲۷۷۷ ولسي وګړي وژل شوي،
  • په تښتونو کې ۸۳٪ ډېروالی راغلی،
  • ۱۰۵٪ هدفي وژنې شوې،
  • یوازې په کندهار او هلمند ولایتونو کې ۵۸۸٪ او ۲۴۸٪ ډېروالی راغلی،
  • د ۲۶٪ مرګ ژوبلې پړه پر بهرنیو او افغان ځواکونو ور اچول شوې ده،
  • د ماشومانو په مرګ ژوبله کې ۲۱٪ ډېروالی راغلی،
  • د ښځو په مرګ ژوبله کې ۶٪ ډېروالی راغلی .
د انځور حقوق Reuters
Image caption د ولسي وګړو د وژل کېدو تر ټولو تازه پېښه په کونړ کې د نهو ماشومانو وژل کېدل وو .

د رپوټ په حواله، په تېر یوه کال کې ۴۶۲ هدفي وژنې شوې دي، چې د حکومتي چارواکو، د خیریه ټولنو کارکوونکو او ولسٍي وګړو د وژنې کچه ۱۰۵٪ ډېره شوې ده .

د افغانستان په زیاتره سیمو کې تر حکومتي ودانیو د رېګ کڅوړې راتاو دي .

ملګري ملتونه وايي چې تېر کال وسله والو پر پولیسو، امنيتي سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاست والو او قومي مشرانو هم بریدونه ډېر کړي ول .

رپوټ کاږي چې د سړک غاړې د ماینونو په چاودنو کې تېر کال ډېره مرګ ژوبله رامنځ ته شوې وه .

د بشري حقونو ډلې دا وېره لري چې طالبان ښايي د ژمې په تېرېدو سره خپل بریدونه دېر کړي، چې تر ډېره به په کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوړي .

ورته مطالب