ستاسو غږ: د افغان ښځو ژوند څرنګه ښه کېدای شي؟

.

بې امنيتي، تاوتريخوالي، له توپير ډک چلند، د زور ودونه، په بدو کې ورکول او تعليم ته نه پرېښودل يو لړ هغه ستونزې دي چې افغان ښځې ورسره لاس او گرېوان دي .

افغان ښځو د مارچ په اتمه د ښځو د نړيوالې ورځې سلمه کليزه، ژوند کې يې د بدلون، له نويو هيلو او غوښتنو سره ولمانځله .

په تېرو نهو کلونو کې د ښوونې او روزنې، کار او روغتيا په برخو کې له يولړ لاسته راوړنو سره سره، افغان ښځې لاهم له گڼو ستونزو کړېږي .

بې امنيتي، تاوتريخوالي، له توپير ډک چلند، د زور ودونه، په بدو کې ورکول او تعليم ته نه پرېښودل يو لړ هغه ستونزې دي چې افغان ښځې ورسره لاس او گرېوان دي .

په کابل کې د مارچ اتمې لمانځغونډې ته د وينا پرمهال، افغان ولسمشر حامد کرزي د افغان مېرمنو پر وړاندې د ډول ډول تاوتريخوالي او زورزياتي د شتون پخلى وکړ او له ټولو يې وغوښتل چې په دې برخه کې مبارزه وکړي .

تاسو څنگه انگيرﺉ چې په تېرو نهو کلونو کې افغان ښځو څه ترلاسه کړي او څنگه کېداى شي لا يې حقونه خوندې کړاى شي؟
که غواړﺉ چې پر همدې موضوع په پروگرام کې راسره گډون وکړﺉ ، نو د پنجشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې په دې شمېره تيلې فون وکړﺉ :

٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١

دا رنگه په دې پته برېښناليک هم راستولى شئ:


PASHTO@ BBC.CO.UK

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .