احمد ولي کرزى : د ناټو په عملياتو کې مې د اکا زوى وژل شوى

احمد ولي کرزى
Image caption احمد ولي کرزى وايي په دې نه پوهيږي چې ولې په کرز کې عمليات وشول

د ولسمشر کرزي ورور احمد ولي کرزى وايي د ناټو په عملياتو کې د دوى د اکا يو زوى حاجي يار محمد خان وژل شوى دى .

د بي بي سي له پښتو وېبپاڼې سره په خبرو کې احمد ولي کرزي وويل دى په دې نه پوهيږي چې ولې د کرز په سيمه کې عمليات شوي دي .

د دوى په وينا دغه سيمه له تيرو لسو کلونو امن وه .

د کندهار ولايتي شورا ريس زياته کړه چې په عملياتو کې د دوى د اکا د زوى وژنه تېروتنه وه او د دۀ په وينا قصدي عمل نه و .

د ٦٥ کلن حاجي يار محمد خان يو زوى هم ناټو ځواکونو نيولى و خو د ښاغلي احمد ولي کرزي په وينا د پنجشنبه په سهار نيول شوى کس بيرته خوشي شوى دى .

ښاغلي احمد ولي کرزي وويل يوازې ناټو ښه پوهيږي چې ولې يې په کرز کې د عملياتو اړتيا ليدلې وه .

د دوى په وينا دغه سيمه په بشپړ ډول ارامه ده او وسله وال مخالفين پکې حضور نه لري .

دغه وژنه په داسې وخت کې شوې چې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ایوان سیمونویک په کابل کې له ولسمشر کرزي سره په کتنه کې په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي په زیاتوالي اندیښنه څرګنده کړې ده.

د ملگرو ملتونو اندېښنه

ښاغلي ایوان سیمونویک په روان کال کې په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د زیاتوالي په اړه د ملګروملتونو د سازمان له خوا د خپور شوي رپوټ په اړه د پنجشنبه په ورځ (د مارچ لسمه ) ولسمشر کرزي ته معلومات ورکړل .

کابل کې د ولسمشرۍ دفتر وايي حامد کرزي د ملگرو ملتونو دغه استازي ته وويل چې د بې ګناه ملکي وګړو مرګ ژوبله که هغه د افغانستان د حکومت د مخالفینو او یا هم د نړیوالو ځواکونو له لوري ترسره کیږي، د اندیښنې وړ ده.

ښاغلي کرزي دا هم وويل چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې دوام نور د افغانستان خلکو او حکومت ته د زغملو وړ نه دی.

حامدکرزي په دغه کتنه کې د ملګرو ملتونو له سازمان څخه وغوښتل چې په افغانستان کې په نړیوالو ځواکونو باندې فشار راوړي چې د پوځی عملیاتو په جریان کې له داسې لاروچارو او بشپړ احتیاط څخه کار واخلي چې ملکي وګړو ته پکې زیان ونه رسیږي.

تيره اوونۍ په کونړکې د ناټو د بمباريو په ترڅ کې د نهو ماشومانو له وژنې وروسته ولسمشر اوباما او جنرال پيت رياس بخښنه وغوښته .

ولسمشر کرزي د دغو بخښنو له اوريدا وروسته وويل چې تش بخښنه کافي نه ده .