ځانمرګي د کندز امنيه قومندان وواژه

عبدالرحمن سيدخيلي
Image caption پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې عبدالرحمن سيدخيلي له خپلو ساتونکو سره په ښار کې ګرځيده.

د افغانستان په شمال کې د کندوز امنيه قومندان عبدالرحمن سيدخيلي له څلورو نورو امنيتي کسانو سره د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې وژل شوی دی .

په بريد کې نهه کسه نور ټپيان شوي دي ، په دوی کې د دغه ولايت د امنيت امر عبدالرحمن اقتاش هم شامل دی.

د کندوز ځايي چارواکي وايي پېښه تېر ماښام اته بجې هغه مهال رامنځته شوه چې عبدالرحمن سيدخيلي له خپلو ساتونکو سره د ښار په مېنځ کې ګرځيده.

په دې اړه چې ځانمرګي بريدګر څنګه امنيه قومندان ته ځان ور ورساوه کره مالومات نشته او عيني شاهدان هم بېلا بيلې ويناوې کوي.

ځينې وايي بريدګر په موټرسايکل سپور وو ، خو يو شمېر نور بيا وايي چې ځانمرګي له وړاندې په سيمه کې ځان پټ کړی وو.

دوی وايي ښايي ځانمرګی له وړاندې پوهېده چې نوموړی ښار ته په چکر وځي ، ځکه وړاندې هم عبدالرحمن سيدخيلي څو ځله ليدل شوی وو چې له خپلو ساتونکو سره يو ځای په ښار کې ګرځېده.

ويل کيږي چې له پېښې وروسته ډزې هم شوي دي ، خو دا لا تر اوسه نه ده تاييد شوې او دا هم نه ده مالومه چې دا ډزې چا کړي دي .

وسله والو طالبانو د بريد پړه منلې او ويلي يې دي چې په دغه بريد کې يې د کندز د امنيه قومندان په ګډون ګڼ شمېر امنيتي کسان وژلي دي.

بل خوا افغان ولسمشر حامد کرزي دغه بريد په کلکو ټکو غندلی دی.

د ولسمشرۍ له ماڼۍ په خپرې شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د وسله والو مخالفينو دا ډول کړنې به د تندلارۍ ضد مبارزه پڅه نه کړي.

ورته مطالب