زاويه او راس لانوف د قدافي لاس ته لوېدلي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د حکومت ملاتړي ځواکونه پر مخالفو جنګلياليو پياوړي بريښي

په لېبيا کې ډګرمن قدافي ته وفادارو ځواکونو د حکومت د مخالفينو پر وړاندې لوی بري تر لاسه کړي او ياغيان له مهمو سيمو په شا تمبولي دي.

د پلازمېنې طرابلس په لوېديځ ، زاويه ښار کې مېشتو بهرنيو دپلوماتانو د دې پخلی کړی چې د قذافي پوځونو وروسته له څو ورځنيو پرلپسې بمباريو دغه ښار لاندې کړی دی.

بل خوا د هېواد په ختيځ کې راس لانوف چې د تيلو له اړخه مهم ښار دی ، هم د کلکې بمبارۍ له کبله په کې د حکومت مخالفين شاتګ ته اړ شوي دي.

د قدافي زوی سيف الاسلام په بن غازي کې مېشتو ياغیانو ته خبرداری ورکړی چې حکومتي ځواکونه دغه ښار ته ور روان دي.

تېره ورځ حکومت پلوو پوځيانو په راس لانوف باندې د ټانکونو او درنو توپونو سختې ډزې کړي چې له امله يې په سلګونو مخالفين د ګاډو په مرسته د ښار ختيځ خواته په شا شول.

د حکومتي ځواکونو دغه پرمختګ ته په کتو د قدافي زوی سيف الاسلام مخالفينو ته د هغوی د ځپلو قسم خوړلی دی.

ده وويل : (( موږ هېڅ کله امريکايانو ته هرکلی نه وايو او لېبيا د کېک کومه ټوټه نه ده .))

هغه خپلو پلويانو ته په يوه وینا کې وويل چې بری نژدې دی .

بل خوا د بريقه له ښار نه هم د سختې جګړې راپور ورکړل شوی دی ، دغلته د قدافي وفادارو ځواکونو پر مخالفينو هوايي بريدونو ته زور ورکړی دی.

مصطفی عبدالجليل چې مخالفينو له خپله لوري خپل مشر ټاکلی بي بي سي ته په يوه مرکه کې ويلي چې نړیواله ټولنه بايد د فرانسې پر پله ، پل کېږدي او په بن غازي کې د مخالفينو له لوري د جوړ شوي حکومت په رسمي پېژندنې کې ځنډ ونه کړي.

ښاغلي جليل د قدافي خلاف جګړه کې له لويديځو هېوادونو نه د مرستې غوښتنه وکړه. هغه وويل په دې هر څوک پوهيږي چې د مخالفينو او د قدافي د مجهزو ځواکونو ترمنځ انډول نه شته .

د انځور حقوق BBC World Service

پر همدې مهال د ولسمشر براک اوباما يوه استخباراتي سلاکار ويلي دي چې د ده اټکل دا دی چې ډګرمن قدافي د واک پر سر جګړه کې د جنګ ګټونکی دی.

جنرال جېمز کلېپر وويل د ډګرمن قدافي فوځيان ښه روزل شوي او په ښو وسلو سمبال دي او له همدې امله هغه په مخالفينو بريالی کیږی.

هغه وويل ښايي قدافي په سملاسي ډول له واکه لرې نه شي.

ښاغلي کلېپر وويل : (( زما په خيال قدافي لويې جګړې ته چمتو دی . زما په فکر قدافي ژر تر ژره له واکه د لرې کېدو کومه اراده نه لري . ټول شواهد ښيي چې قدافي د اوږدې جګړې لپاره تيار دی.))

له دې سره هممهاله د سره سليب نړېوالې ټولنې په لېبیا کې روان تاوتريخوالی کورنۍ جګړه بللې ، ويلي يې دي چې ډيری قربانيان يې عام خلک دي.