له طالبانو سره مخامخيدل

سریزه

د ۲۰۱۱ کال په لومړیو کې بي بي سي د افغان ملي پوځ د څلورو نوو سرتېرو په اړه رپوټ جوړکړ.

شل کلن فیض الله ، ۱۹ کلن محمود، ۱۹ کلن فرهاد او۲۰ کلن معراج الدین د خپلې روزنې تر پای ته رسېدو وروسته د ملي اردو غړي کیږی چې د افغانستان راتلونکی امنیتي مسولیت په غاړه واخلي.

ګومارل

د پوځ ځینې قطې که څه هم د ناټو د ځواکونو په مرسته ، اوس د دې وړتیا لري چې د عملیاتو لارښوونه وکړي.

له دې سره سره ، له پوځ نه د تیښتې مسله او په ځانګړې توګه په لوړه کچه هلته د مشر تابه نشتوالی لویه ستونزه ده.

د افغان پوځ ډېر سرتیري چې روزنه ترلاسه کوي بی سواد دي، ځینې یې په نشه یی توکو روږدي او کمو یې بیا له طالبانو سره اړیکي لرل.

په پوځ کې قومي جوړښت هم د اندیښنې وړ دی. ځینې اندیښمن دی چې پښتانه چې د هیواد اکثریت جوړوي په پوځ کې پوره ونډه نلري.

په کاغوش کې ژوند

سرتیری خپله لومړنۍ روزنه د کابل په تعلیمي مرکز کې کوي چې کابل ته نژدې دی. په دې مرکز کې امکانات تر هغه څه زیات دي چې سرتیري یې په خپلو کورونو کې لري. پدې مرکز کې ۲۴ ساعته بریښنا شته. خونې تودې دي او سرتیري کټونه او تلویزیون هم لري..

دجګړې زده کړه

په هر کنډک کې شاوخوا ۷۵۰ تنه دي. سرتیرو ته د ناټو په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو له خوا عصري وسایل ورکول کیږي چې په هغو کې مرمۍ ضد واسکټونه هم راځي.

د عادي وسلو د کارولو زده کړې تر څنګ سرتیري دا زده کوي چې څنګه د تلاشۍ پوسته وساتي ، د شپې عملیات وکړي او زغروال ګاډي وچلوي.

په پیل کې بهرنیو سرتېرو د افغان پوځ د روزنې مسولیت لاره خو ورو ورو په خپله پوځ دا دنده پر غاړه واخیسته

دفراغت ورځ

د روزنیزې دورې تر پایه باید سرتیري خبر وي چې چیرې استول کیږي.

ځینو سرتیرو ته پوره روزنه ورکوله کیږي خو د فرهاد په څېر ډیر نور بیا د هلنمد په څیر ولایتونو ته لیږل کیږي چې سختې جګړې پکې شوي دي.

تمه ده چې پوځ ته هره میاشت ۲۸۰۰ سرتیری جلب شي او د ۲۰۱۱ کال تر اکتوبره به د ټولو سرتیرو شمیره ۱۷۱ زره او۶۰۰ تنو ته ورسیږي.

راتلونکې ونډه

هېڅوک شک نه لري چې د افغان پوځ په روزنه کې له بریو سره سره لا هم ستونزې شته.

هغه هدفونه چې ناټو د افغان سرتیرو د روزنې په وړاندې ایښي دي ډیر لوړ دي.

د بي بي سي خبریال وایی له لاسته راوړنو سره سره به د افغانستان د پوځ وړتیا تر پوښتنې لاندې وي.

اوس په افغانستان کې دا هیله شته چې د فیض الله ، معراج الدین ، محمود او فرهاد په څېر کسان پوځ ته په خپل ورتګ سره له خپل هیواد سره مرسته وکړي چې په راتلونکي کې د مسولیت دروند پيټی په غاړه واخلي.

prev next

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .