تصوف په افغانستان کې، پر صوفیانو د متشرعینو نیوکې

تصوف
Image caption صوفیان وایې هغه څه چې دوی یې د مکاشفې په حالت کې لمس کوي، اکثراً په مجازي ډول او د شرعې پر خلاف تعبیر کېږي، خو دوی ادعا کوي چې هغه څه چې دوی یې فنا او بیخودي بولي د الله له طرفه پر دوی د رحمت د دروازې خلاصول دي .

د تصوفي خپرونو په درېیمه لړۍ کې نن د یو شمېر متشرعینو له لوري پر متصوفینو نیوکې را اخلو . له پېړیو پېړیو راهیسې د متصوفینو ځینې کړنې او فکرونه د یو شمېر متشرعینو یا فقهې عالمانو له لوري تر نیوکو لاندې راځي .

یو شمېر فقهي عالمان تصوفي افکار بدعت یا ناروا ګڼي او د لویو متصوفینو لکه بایزید بسطامي ، محي الدین ابن عربي، ذوالنون مصري ، منصور حلاج او داسي نورو شیخانو ویناوې له اسلام سره په تضا د کې بولي .

دوی په دې برخه کې د وحدت الوجود ، فنا او بقا پرافکارو چې متصوفین یې د تصوف اوعرفان مقامونه بولي، له اسلام سره په ټکر کې افکار ګڼي .

خو د صوفیانو استدلال دادی چې صوفي د الله د ذکر له سببه دومره بیخوده کېږي چې له ارادې وځي او غیرطبیعې حرکات ځینې کېږي .

صوفیان وایې هغه څه چې دوی یې د مکاشفې په حالت کې لمس کوي، اکثراً په مجازي ډول او د شرعې پر خلاف تعبیر کېږي، خو دوی ادعا کوي چې هغه څه چې دوی یې فنا او بیخودي بولي د الله له طرفه پر دوی د رحمت د دروازې خلاصول دي .

په راتلونکې خپرونه کې به هغو موضوع ګانو ته راشو چې د تاریخ په اوږدو کې یې متصوفین ځپلي او په افغانستان کې یې د هغوی د پرمختګ په وړاندې خنډونه جوړ کړي .

ورته مطالب