ولسي جرګې ته د ۱۳۹۰ کال بوديجه د تصویب لپاره ولېږل شوه

د ماليې وزير حضرت عمر زاخيلوال
Image caption د ماليې وزير حضرت عمر زاخيلوال نن په ولسي جرگه کې د بودجې د سپارلو پر مهال استازو ته وويل چې د بودجې غوښنه برخه به په امنيتي چارو او د پوهنې په برخو کې ولگول شي .

د افغانستان د ۱۳۹۰ لمريز کال کلنۍ بوديجه نن ولسي جرگې ته د تصويب لپاره وسپارل شوه .

تر دې وړاندې دغه بوديجه د ۱۵ ورځو لپاره په مشرانو جرگه کې وڅېړل شوه او له يو لړ وړانديزونو سره د افغانستان د ماليې وزير له خوا ولسي جرگې مشر ته وسپارل شوه .

د افغانستان د ماليې وزارت وايي چې په سږنۍ بوديجه کې يې د امنيتي چارو او پوهنې په برخو کې زياتې پيسې بېلې کړې دي .

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د دغه هېواد کلنۍ بودیجه لومړى مشرانو جرگې ته استول کېږي چې وروسته د يو لړ وړانديزونو نه ولسي جرگې ته د وروستي تصويب لپاره استول کېږي .

د افغانستان د ماليې وزارت وايي چې د کورنيو عوايدو د کچې لوړيدو ته په کتو يې د دغه هيواد په لگښتي بودجه کې پام وړ زياتوالى راوستى .

د ماليې وزير حضرت عمر زاخيلوال نن په ولسي جرگه کې د بودجې د سپارلو پر مهال استازو ته وويل چې د بودجې غوښنه برخه به په امنيتي چارو او د پوهنې په برخو کې ولگول شي .

د افغانستان د ماليې وزير استازو ته وويل چې چې د دولت د ۱۳۹۰ کال لپاره يې ۹.۲۱۵ مليارده افغانۍ بېلې کړي چې ۱۵۰.۲۳ مليارده يې لگښتي او ۶۵.۶۶ مليارده افغانۍ د پراختيايي بودجې لپاره ځانگړې شوې دي .

د ښاغلي زاخيلوال په خبره سږنى کال په لگښتي بودجه ځکه زياته شوې چې د دولت په کورنيو عوايدو کې 25 سلنه زياتوالى راغلى ، هغه دا راز وويل چې د راتلونکې لمريز کال کې به د بودجې د پام وړ برخه د پوهنې په برخه کې هم ولگول شي .

Image caption د افغانستان د قوانينو له مخې د دغه هيواد کلنۍ بودجه لومړى مشرانو جرگې ته استول کيږي چې تر ۱۵ ورځو وروسته بيا ولسي جرگې ته د تصويب لپاره لېږل کېږي .

داسې ويل کيږي چې په دغه بودیجه کې يوازې ۵۷ سلنه يې د امنيتي چارو او ۷.۱۶ سلنه به يې د پوهنې په برخه کې ولگول شي .

خو له لويه سره افغان دولت خپله پراختيايي بودجه د بهرنيو ملاتړو نه تر لاسه کوي ، خو ښاغلى زاخيلوال وايي چې تير کال ۳۰ سلنه پراختيايي بودیجه نه ده لگول شوې چې ښايي دغه څه د راتلونکي کال پر بودجه ورزيات شي .

خو هغه د دغې بودیجې د نه لگولو پړه پر امنيتي حالاتو ورواچوله او باور يې دا و چې په راتلونکي کال کې به ټوله پراختيايي بودجه په پراختيايي چارو ولگوله شي .

د افغانستان د قوانينو له مخې د دغه هيواد کلنۍ بودجه لومړى مشرانو جرگې ته استول کيږي چې تر ۱۵ ورځو وروسته بيا ولسي جرگې ته د تصويب لپاره لېږل کېږي ، خو تر اوسه پورې په ولسي جرگه کې اتلسگونه کميسيونونه نه دي بشپړ شوي ، د بودیجې د کتنې او ارزونې واک د ولسي حرگې د بودجې کميسيون په غاړه دي .

ورته مطالب